د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون وایي تر اوسه ٩٦٪ رای پروسیس شوي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د نن تر دولسو بجو پورې ددغه کمیسیون د رايو د ټولو په مرکز کې ۹۶ په سلو کې رايي پروسس شوي دي او پاتې څلور فیصده به هم ژر پروسس شي.

د ټول هیواد په کچه د ۲۲۸۵۲ محلونو نه ۲۲۱۰۶ محلونه په سیستم کې پروسس دي.

بیا شمېرنه

د ټاکنو کمیسیون وایي، چې د پنځو ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، غور او نورستان د لس فیصدو رايو تفتیش لا هم ندی کړی او کمیسیون په داسې میکانیزم کار کوي، چې په اساس یې ددغو ولایتونو رايي تر لسو فیصدو پورې وشمېري او وڅېړي.

د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل چې د اوولسو ولایتونو د ۲۵۹ محلونو چې بیا څېړنې ته لېږل شوي، ۲۲۳ محلونو رايي تر نن غرمې پورې تفتیش یا کتل شوي او پاتې به هم ژر خلاص شي.

د ۵۷ محلونو رايي چې بیا شمېرنې ته تللي له هغو ۵۴ یې بیا شمېرل شوي دي.

د کمیسیون ویاند وايي، چې دا ټولې شمېرنې او تفتیش د نړیوالو او کورنیو څارونکو په شتون کې شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، په خپل مهالوېش روان دي او لومړنۍ پایلې به هم په خپل وخت اعلانې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي، ددغه کمیسیون دارالانشاء دوه مرستیالان لري او د کمیسیون کارونه په عادي بڼه روان دي او تر اوسه لا د ښاغلي امرخېل د ځای ناستی په باب پریکړه نه ده شوې.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل، د ټاکنو په کمیسیون کې سیستم وجود لري، او د چا په تګ، ناسوبتیا او یا هم استعفی ددغه کمیسیون کاري چاپیریال نه دریږي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء پخواني رئيس ضياء الحق امرخېل وړمه ورځ ددغه کمیسیون له دندې استعفی کړې وه او د هغه د دندې ځنډول د کاندید عبدالله عبدالله له لورې شوی وو.

ښاغلی نور وايي، د ټاکنو د کمیسیون دارالانشاء دوه مرستیالان لري، چې یو یې ماليي او ادارې مرستیال دی او بل یې عملیاتي مرستیال دی.

عبدالله عبدالله

د ټاکنو د کمیسیون ویاند وايي، چې تېره شپه هم د ټاکنو کمیسیون د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره اړېکې نېولې ده.

دغه کمیسیون وړاندې هم له عبدالله عبدالله سره بحث کړی وو.

د کمیسیون ویاند وايي، عبدالله عبدالله او ټیم یې ژمنه کړې وه، چې دوی ته به خپلې پوښتنې او اندېښنې لیږي، چې لا تراوسه یې ندي لیږلي.

بل اړخ ته د ولسمشرۍ بل کاندید اشرف غني احمدزي هم دغه کمیسیون ته ویلي، چې له نېږدې ورسره ګوري او په ټاکنو بحث ورسره لري.

ټاکنیز شکایتونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې نن د شپې دوولس بجې ددغه کمیسیون ولایتي دفترونو کې د شکایتونو د رسېدنې لړۍ پای ته رسیږي چې بیا د استئناف غوښتنې لپاره ۷۲ ساعتونو وخت ورکول کیږي.

ددې کمیسیون ویاند نادر محسني په کابل کې خبریالانو ته وویل، د قانون په اساس ددې کمسیون ولایتي دفترونو کې لس ورځ د شکایتونو څېړنې ته مهلت درلود، او دا کمیسیون نیت نه لري، چې د شکایتونو د رسیدو مهلت تمدید کړي.

ښاغلي محسني پدې تړاوو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د شکایتونو د څېړلو پدې مرحله کې نه وو، وویل، چې دغه ټیم کولای شي، د ۷۲ ساعتونو په جریان کې استئناف غوښتنه وکړي.

هغه وویل، د استئناف غوښتنې برخو ته به په کابل کې په علني غونډو کې ورسیږي.

هغه دا هم وویل، چې دا کمیسیون به ناپاکې رايې له پاکو وباسي او باید مؤثق اسناد موجود وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ضياء الحق امرخېل په تړاوو وویل، چې د هغه په تړاوو یو شکایت منتفي شوی، ولې دوه شکایتونه یو هم چې امرخېل د کابل په امنیه قومندان کړی وو او بل دا چې د سروبي خلکو شکایت کړی چې ولې ورته د ټاکنو په ورځ رايي پاڼې ندي رسېدلي او د کابل امنیه قومندان یې مخه نېولې، څېړي او لا هم له دغه کمیسیون سره شته دي.

نادر محسني وویل، چې لا هم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم هغه غږ چې امرخېل ته یې منسوب کړی دی، ندی ور سپارلی.

XS
SM
MD
LG