د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی وایي د ټاکنو پایلې دې په خپل وخت اعلان شي


ارشیف
ارشیف

د جمهوري ریاست نوماند اشرف غني احمدزي د جوزا د ۲۴ نیټې د جمهوري ریاست د ټاکنو لس ورځې وروسته تیره شپه په خپل کور کې په لومړي ځل یوې غونډې ته چې اکثره د هغه د ټیم پلویان او سیاستول ورته بلل شوي وو په وینا کې له عبدالله عبدلله وغوښتل چې د غرضي سلاکارانو مشورو ته دې غوږ نه ږدي.

هغه وویل "د جناب ډاکټر عبدالله څخه چې یو ملي شخصیت دی په احترام مو غوښتنه داده چې د قانون حاکمیت ومني نه دا چې د غرضي سلاکارانو سپارښتنو ته غوږ شي".

دا د ټاکنو د ورځې را وروسته لومړۍ ځل وو چې ښاغلي احمدزي د دغو ټاکنو راوروسته حالاتو په هکله یوې غونډې ته چې خبریالان هم وربلل شوي وو خبرې کولې.

ښاغلي احمدزي د هغو رایو نه چې دده ټیم ته د جوزا په ۲۴ خلکو ورکړي دفاع وکړه وویل چې د خلکو د یوه یوه رایه به حساب کړي "لومړی مونږ دا وعده کوو چې د خپلو خلکو د رایو د حق چې حقیقي رایې دي ساتنه وکړو".

ښاغلي احمدزي خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی په رایو یې معامله نه ده کړې.

هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې د ټا کنو لومړنۍ پایلې دې ددغه کمیسیون د ټاکل شوي مهالویش سره سم د سرطان په ۱۱ ورځ اعلان کړي.

هغه وویل چې تر اوسه دی او ټیم یې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون په غوښتنه چپ پاتي وو.

اشرف غني احمدزي د ټاکنو راوروسته د پیدا شوي حالت په باب وویل چې د ټاکنو د بهیر نه په شا کیدل ماته منل دي.

د جمهوري ریاست دغه کاندید وویل چې هیڅوک هیواد د ټاکنو وروسته د بحران په لوري نشي وړلی او دا ځکه چې د هغه په وینا که هرڅوک دا کار وکړي نو پخپله به منزوي شي.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د دویم پړاو په ټاکنو کې یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې رایې زیاتې شوي دي. هغه وویل چې د پایلو اعلان ته به منتظر پاتي شي.

هغه د ټولو خلکو په ځانګړي ډول له ښځو مننه وکړه چې ده ته یې رایه ورکړېده.

د ښاغلي احمدزي سیال عبدالله عبدلله د ټاکنو په ورځ د شویو درغلیو له امله چې هغه یې د ټاکنو د کمیسیون د دارلانشا د پخواني رئیس ضیاالحق امرخیل له خوا پلان شوي درغلۍ بولي، د ټاکنو کمیسیون سره خپلې اړیکې وشلولې او د اړیکو د بیرته ټینګیدلو لپلره یې درې شرطونه وړاندې کړل چې تر اوسه یو یې چې د کاره د امرخیل ګوښه کیدل وو په ځای شوي دي .

XS
SM
MD
LG