د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر سپنتا اسلام اباد ته تللی دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان دجمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د پاکستان د صدراعظم او د افغانستان د جمهور رئیس ترمنځ د تیرې اونۍ د تیلیفوني خبرو وروسته نن اسلام آباد ته تللی دی.

د رپوټونو له مخې د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار رنګین دادفر سپنتا نن د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف سره د هغه په دفتر کې کتلې دي.

په دې لیدنه کتنه کې دواړو خواو د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسلو په هکله سره خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن تسنیم اسلم د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته د افغاني هیت د سفر په باب وویل چې د هیت د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د پیل شوو خبرو پرمخ وړل دي.

میرمن تسنیم اسلم وویل مونږ تمه لرو چې افغانستان د سرحد په اوږدو کې داسې اقدامات وکړي چې له مخې یې دغه تورورستان د افغانستان په قلمرو کې پناه وانخستلې شي”.

د ښاغلي سپنتا سره په دغه هیت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عتیق الله عاطف مل، په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي او د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکې جنرال اسدالله اکرم یار هم ملګرتیا کوي.

د ښاغلي سپنتا په مشرۍ دغه هیت، تیره هفته دوه ځلې د جمهور ریس کرزي او صدراعظم نوازشریف ترمنځ د تیلیفوني خبرو وروسته اسلام آباد ته سفر کړی دی.

تیره هفته د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې وویل چې د پاکستان د صدراعظم او د افغانستان د جمهور رئیس د دواړو هیوادونو ترمنځ د تروریزم سره د مبارزې په هکله دوه ځلې په تیلفون خبرې وکړې.

په کابل کې د پرله پسې هڅو سره سره مو په دی هکله د افغان حکومت نظر ترلاسه نه کړی شو.

خو افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د تیرې پنجشنبې په ورځ د دوهم ځلې تیلیفوني خبرو وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په یو خپورشوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزي او صدراعظم نوازشریف د تروریزم سره د ګډې مبارزې په سر د خبرو د دوام لپاره اسلام آباد ته د افغان حکومت د یو هیت د سفر سره موافقه کړی وه.

نږدې یوه اونۍ دمخه د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ یو هیات جمهور رئیس کرزي سره د خبرو لپاره کابل ته استولې وو.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي امریکا غږ ته په مرکه کې ویلي وو چې کابل ته یې د میا نواز شریف د ځانګړي استازي په توګه یې سفر یوازې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په خاطر کړی.

ښاغلي اڅکزي وویل د پاکستان نوی حکومت په افغانستان کې د سولې راوستلو ښه اراده لري او دا چې که کابل او اسلام اباد له یو بل سره رښتینې ملګرتیا او مرسته وکړي، په سیمه کې د ترهګرۍ لمنه ژر ټولېدی شي .

XS
SM
MD
LG