د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته راغلي کډوال وایي د څښاک اوبو اړتیا لري


که څه هم ځايي چارواکي وايي، چې له شمالي وزيرستانه پکتيکا او خوست ولايتونو ته د اوښتو کډوالو کورنيو شمېر تر ۱۷ زره زيات دی، خو د کډوالو د چارو نړيواله اداره اټکل کوي چې ۱۳ زره کورنۍ افغانستان ته راغلې دي.

د خوست چارواکي د وزيرستاني کډوالو د کورنيو شمېر ۱۶ زره بولي او د پکتيکا چارواکي بيا وايي، چې د دغه ولايت په برمل او ارګون ولسواليو کې تر زرو زياتې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې دي.

پکتيکا ته دغه کډوالې شوې کورنۍ وايي، چې ځينو کورنيو ته خلکو په خپلو کورونو کې ځای ورکړی، خو زياتره بيا له کليو بهر په دښته کې اړولي او پرته له خيمو ټوله ورځ سره لمر ته تېروي.

کډوال زياتوي، چې تر ټولو زياته اړتيا د څښاک لپاره پاکو اوبو او خيمو ته لري، چې لږترلږه تر يوه حده د ګرمۍ په مقابل کې مقاومت وکړای شي.

یو کډوال وایي ٣ څلور ورځې کېږي، چې دغه صحرا کې پراته يو، د اوبو درک نشته، د خيمو درک نشته. صحرا ده، په صحرا کې به څه شی وي».

ځينو نورو کډوالو له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې ځينې حکومتي مامورين ورغلي، نومونه يې ترې ثبت کړي، خو د مرستو درک يې نه لګېږي.

دوی زياتوي، چې د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې د پکتيکا ارګون ولسوالۍ ته سلګونه کورنۍ وراوښتي، خو وايي، چې يوازې له لږ شمېر کورنيو سره د خيمو او ځينو نورو لومړنيو موادو مرسته شوې ده.

د وزيرستان د لعل محمد خېل څخه ارګون ولسوالۍ ته راغلی. هغه وايي « موږ ته راکړل شوې خيمې يوازې پرده ده. موږ هغه بله ورځ ولسوال ته ورغلي وو، خو تراوسه داسې خاص انتظام نشته. موږ هيله لرو، چې حکومت يو څه مرسته وکړي».

فردل خان يو بل کډوال دی. هغه په دې اړه داسې وايي « موږ ته څوک ندي راغلي، خو موږ ارګون ولسوالۍ ته ورغلي وو، نومونه يې راڅخه وليکل، خو تر اوسه يې څه ندي رالېږلي، له دې وروسته به معلوم شي».

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان امريکاغږ ته وويل، چې له دغو کورنيو سره د مرستو لپاره د کډوالو چارو له نړيوالې ادارې او ځينو نورو خيريه ټولنو سره په تماس کې دي او ژمنې يې هم ورسره کړې دي.

دغه راز ځينو خبري سرچينو ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکساني پوځيانو د عملياتو له امله د وزيرستاني کډوالو ترڅنګ افغان مهاجرې کورنۍ هم بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

په افغانستان کې د مهاجرت نړيوالې ادارې يا IOM نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خپل هېواد ته د بېرته ستنو شويو دغو افغان کډوالو سره د مرستو اعلان کړی دی.

دغې ادارې ويلي، تازه يې خوست ولايت ته خپل پلاوی لېږلی، چې له ځايي حکومتي چارواکو او د بشري حقونو له کارکوونکو سره يو ځای پر بېرته ستنو شويو افغان کډوالو د مرستو وېش سره منسجم کړي.

د مهاجرت دغې نړيوالې ادارې همدارنګه ويلي، چې په خوست کې يادو شويو کډوالو ترې د روغتيا په برخه کې د اسانتياوو، د سرپناه برابرولو او د کور لپاره د ځينو لوموړنيو خوراکي او غيرخوراکي موادو د مرستې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG