د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا والي وایي ده ته منسوب ټلیفوني غږونه جعلي دي


د عبدالله ټیم له خوا والي صمیم او امرخیل ته د منسوب شوو ټیلیفوني غږونو د خپرولو د مراسمو یوه برخه
د عبدالله ټیم له خوا والي صمیم او امرخیل ته د منسوب شوو ټیلیفوني غږونو د خپرولو د مراسمو یوه برخه

د پکتیکا د والي محب الله صمیم د دفتر له لورې په یو خپور شوي بیان کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له خوا ده ته منسوب خپاره شوي پټ ثبت شوي ټلیفوني غږونه جعلي بللي دي.

د پکتیکا والي په دغه بیان کې ویلي دي چې دی په خپله هم په ټاکنو کې بیطرفه پاته شوی او هم یې د جمهور رئیس د فرمان له مخې خپل لاس لاندې ولایتي مامورین بې طرفۍ ته هڅولي دي.

ښاغلي صمیم ویلي دي چې دغه راز جعلي غږونه نباید د ټاکنو ملي پروسه له ننګونو سره مخ کړي.

د شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم خبریالانو ته داسې پټ ثبت شوي غږیز ټیلیفوني ټیپونه خپاره کړل چې ددغه ټیم د ادعا له مخې د پکتیکا والې پکې د ټاکنو د دارلانشا د پخواني رئیس ضیاالحق امرخیل سره د ټاکنو په مسلو غږیږي.

د ښاغلي عبدالله ټیم دا ګڼي چې د پکتیکا والي او د ټاکنو د دارلانشا د پخوانې ریس په دغه تیلیفوني مکالمه کې د عبدالله عبدالله سیال کاندید اشرف غني احمدزي ته د درغلیو د امکاناتو په برابرولو خبرې کړي.

د پکتیکا والي ته منسوب شوي غږونو کې ظاهرآ والي محب الله صمیم، د پکتیکا د ټاکنو د کمیسیون مشر او د ټاکنو د دارلانشا پخوانی مشر ضیا الحق امرخیل ددې په هکله خبرې کوي چې څنګه کولای شي رسنیو ته د درغلیو د خبرونو د خپریدو مخه ونیسي.

د ښاغلي عبدالله ټیم دمخه هم د امرخیل یو بل پټ ثبت شوی غږ رسنیو ته اورولی وو چې امرخیل یې د منلو نه انکار کړی وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په دویم پړاو ټاکنو کې سازمان شوې درغلۍ شوي دي او تر هغې چې پاکې رایې له ناپاکو څخه جلا نه شي د ټاکنو په بهیر باور نه کوي.

د ښاغلي عبدالله په وینا په ټاکنو کې د شویو درغلیو په هکله نور اسناد هم په لاس کې لري چې په یو دوو ورځو کې به یې له رسنیو سره شریک کړي.

په داسې وخت کې چې د جمهوري ریاست نوماند ښاغلی عبدالله وايي تر هغې چې غوښتنې ونه منل شي د ټاکنو پایلې نه مني، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د مهال ویش له مخې د چنګاښ په یولسمه نیټه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلانولو لپاره چمتوالی نیسي.

همداشان تیره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې د ښاغلي عبدالله ټول شرطونه یې پوره کړي او نور ددغه کمیسیون سره د هغه د ټیم د پریکون لپاره هیڅ بل شتون نه لري چې له مخې یې دی د ټاکنو له کمیسیون سره خپلې اړیکې وځنډوي.

خو د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ټیم بیا وایي چې تراوسه ددوی غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی او له هم دا ټیم د ټاکنو له کمیسیون نه توضیحاتو په تمه دی.

XS
SM
MD
LG