د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وځنډیده


د ټاکنود خپلواکه کمیسیون چارواکي وایي چې دغه کمیسیون د جوزاد ۲۴ ورځې د لومړنیو پایلو اعلان تر نامعلومي نیټې ځنډولی دی.

د ټاکنود خپلواکه کمیسیون یوه کمشنره میرمن شریفه زرمتي وردګ وایي چې ددغه ځنډ علت د هغو۲۰۰۰ محلونو د بیا پلټني د بهیر نه بشپړیدل دی چې دغه کمیسیون څو ورځې دمخه یې بیا پلټنه پیل کړي وه.

میرمن زرمتي امریکا غږ سره په خبرو کې په ټینګار وویل چې د ځند علت یوازې او یوازې تخنیکي بڼه لري.

میرمن وردک "که چیرې تر راتلونکو دوو نورو ورځو پلټني بشپړې شي او رایې وشمیرل شي، پاکې رایې له ناپاکو جدا کړوانشالله پهراروانو ورځو کې به پایلې اعلان شي".

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د مهالویش له مخې د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره سبا د سرطان یوولسمه ورځ ټاکل شوې وه .

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د پایلو د اعلان لپاره نوې نیټه نه ده ښودلې خو په دغه کمیسیون کې ځینې منابع وایي چې کیداې شي دا کار یوه هفته وخت واخلې.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د پایلو د ځنډ په باب د جمهوري ریاست د یو کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي یو ویاند انجینر عباس نویان امریکا غږ ته ویلي چې دوی تل د ټاکنو له کمیسیونو دا غوښتي چې د خپل اعلان شوي مهالویش سره سم عمل وکړي .

خو نویان وویل که چیرې د ټاکنو کمیسیون دا کار د ټاکنو د بهیر دشفافیت لپاره کوې، دا ټیم تل د پاکو رایو نه د ناپاکو رایو د جدا کولو ملاټړ کړی دی تر څو د شفافیت په برخه کې اندیښنې له منځه لاړې شي.

د جمهوري ریاست د یو بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د دفتر یو ویاند فضل الرحمان اوریا وایي چې که د ټاکنو خپلواکه کمیسیون پایلې اعلان هم کړې ددغه ټیم لپاره د کمیسیون کړنې مشروعیت نلري.

اوریا وویل چې په کار دي د پایلو له اعلان دمخه د ټاکنو د کمیسیون د مشروعیت د خوندیتوب لپاره دا کمیسیون یو لړ اقدامات تر سره کړي .

هغه پدغو اقداماتو کې د هغو کسانو افشآ کول هم وښودل چې د اوریا په وینا په درغلیو کې یې لاس درلود.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون دا پریکړه په داسې حال کې کړی چې د دوشنبې په ورځ د دغه کمیسیون ویاند خبریالانو ته په ټاکل شوي ڼیټه د پایلو د اعلان ډاډ ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG