د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او کېري د ټاکنو په مسلو خبرې کړې دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي څانگه وایي چې د جمهور رئیس حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په ټلیفوني خبرو کې ښاغلي کېري له جمهور رئیس کرزي څخه غوښتي چې د ټاکنو را وروسته حالت په له منځه وړلو کې د خپل نفوذ نه کار واخلي.

د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې دواړو چارواکو د افغانستان د جهموري ریاست د کاندیدانو اندیښنو ته د قانوني لارو د حل په لټولو او ددې ترڅنګ د کاندیدانو د نږدې کولو لپاره د افغانانو ترمنځ د مروجو لاروچارو نه د کار په اخستلو هم ټینګار کړی دی.

د ښاغلي کېري او ښاغلي کرزي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې په داسې وخت کې شوی چې نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د پنځه نورو ورځو لپاره ځنډولې دی.

په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې استازو د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره تیره ورځ جلا جلا کتلي دي.

یوناما ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو هر یو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د هغوي مرستیالانو او د ټیمونو مشرتابه غړو په ګډون د سه شنبې په ورځ د جولای په لومړۍ نیټه په کابل کې د نړیوالې ټولنې سفیرانو او لوړپوړو استازو سره جلا جلا کتلي.

یوناما ویلي چې ددغو ناستو بندوبست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي يوناما له خوا شوی وو.

یوناما وایي چې دغو ناستو د ګډون کونکو لپاره د ټاکنو په اړوند مسلواو د راتلونکو کړنو لپاره د بحث یوه ښه زمینه برابره کړله.

XS
SM
MD
LG