د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون: هیڅ راز فشار نه منو


د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د یکشنبې د ورځې غونډه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د یکشنبې د ورځې غونډه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د شکایتونو د څېړلو د پروسې په ترڅ کې د یو کاندید نه شتون دوی ددغه کاندید له خوا ترک دعوه ګڼي او خپلې پرېکړې د ځانګړي کاندید لپاره نه ځنډوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي چې ددغه کمیسیون د ولایتي دفترونو د شکایتونو د پرېکړو د استئناف غوښتنې په علني غونډه کې خبرې کولې وویل، سر له نن نه به د مشابه قضائي بنسټ په توګه ددغه غیری مراجعه کوونکي شکایت کوونکي د شکایتونو د څېړلو په مهال دا کمیسیون به مسؤلیت و نه لري.

د استئناف غوښتنې په نننۍ علني غونډه کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم استازو برخه نه درلوده.

د شکایتونو د کمیسیون مرستیالې وویل، چې د دوی د څېړنو په جریان کې ددغه یوه کاندید نه شتون دوی په دې معنی اخلي، چې دا کاندید له خپلې دعوه لاس په سر شوی دی.

مېرمن عظیمي وویل « تاسې تر ننه هیڅ یو قضائي او نیمه قضائي بنسټ ندی لیدلی، چې د مدعي پسې روان وي، او د هغه د حق د غوښتلو لپاره ورته التماس وکړي.»

میرمن عظیمي وویل، په ټاکنو کې د یوه کاندید له لورې بې وخته وړاندیزونه، د نړیوالو مداخله، د یوه کاندید قانوني بنسټونو ته نه مراجعه دا ددې لامل شوي، چې د ټاکنو پایلې وځنډیږي.

هغې وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هیڅ راز فشار، ګواښ ته پدې نوم چې ملک بحران ته ځي او یا مصلحت دا ایجابوي نه تسلیمیږي.

میرمن عظیمي زیاته کړه چې دا کمیسیون داسې مسائل ملي مصحلت نه ګڼي، بلکې دوی د اوسني په ټپه درېدلي حالت ته باید د کاندیدانو د شکایتونو د څېړلو او قانوني کړنو په اساس د پای ټکی کیږدي.

هغې د کابل په هوايي ډګر برید، د هلمند جګړې، اقتصادي رکود، او د په څنډو کې د تیلو د سلګونو ټانکرونو د سوځولو پېښې ته په اشارې وویل، چې دا ډول مسائل د ټاکنو د روانې معضلې له امله دی.

مېرمن عظیمي وویل، د دوی په پرېکړو به په رسنیو کې تبصرې کیږي خو دوی د هیڅ راز تبصرو په کیسه کې ندي.

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت بیا وویل، چې د ټاکنو کمیسیون او په ټاکنو کې ښکیل کاندید په څرګنده د قانون نقض کړی دی او نافذه قوانینو ته درناوی ندی شوی.

ښاغلي سعادت وویل، د دوی په نظر د ټاکنو پروسه تکمیله شوې، دواړو کاندیدانو د ټاکنو په لومړۍ ورځ ټاکنې منلي او په خپل وخت شکایتونه ثبت شوي دي، پرته له دې نور باید کاندیدان د ټاکنیزو کمیسیونو کړنو ته منتظر پاتې شي.

ښاغلي سعادت وویل،د ټاکنو په حقوقي اړخ سیاست هیڅ راز اثر نه شي کولی او نه هم دوی ته د منلو دی.

عبدالله عبدالله هغه کاندید دی چې د ټاکنو له کمیسیونونو سره یې پرېکوڼ اعلان کړی دی.

د عبدالله عبدالله ویاند فضل الرحمن اوریا بیا وویل، چې د ټاکنو کمیسیون دې قانون مراعت کړي، او د یو لوري نه شتون او د هغوی په نشتون کې پرېکړه کول د قانون نه منل دي.

ښاغلي اوریا امریکا غږ وویل، چې دا ددې معنی ورکوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بې طرفه ندی.

اوریا وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پرېکړې دوی نه مني.

په پام کې ده، چې ولسمشرۍ د دوهم پړاوو د ټاکنو پایلې سبا دوشنبه د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG