د لاس رسي وړ اتصالات

ٌصدیقي: په هلمند کې ۳۸۰ مخالف وسلوال وژل شوي


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ‌ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې دا مخالف وسلوال د هلمند په شمالي څلورو ولسوالیو کې د عملیاتو په وخت افغان امنیتي څواکونو سره د جګړو په مهال وژل شوي دي.

صدیقي وویل جې د دوی استخباراتي معلومات دا تاییدوي چې په سنګین باندې د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې هغوی سره بهرنیو جنګیالیو په تیره پاکستانیانو هم برخه لرله.
صدیقي وايي «امنیتي ځواکونو وکولای شول چې طالبانو ته سختې ماتې ورکړي او دوی به ددې وړتیا ونه لري چې په راتلونکي موسم کې بیا په سنګین برید وکړي».

بل پلو ښاغلی صدیقي وايي په نیمروز او نورستان ولایتونو کې یې د طالبانو دوه مهم قوماندانان د پولیسو د خاصو ځواکونو لخوا په دې وروستیو ورځو کې نیول شوي دي.

هغه په دغه خبرې کنفرانس کې د مولوي عبدالرشید یو عکس هم خبریالانو ته وښود او وویل چې مولوي عبدالرشید د طالبانو لخوا د نیمروز ولایت لپاره ددغه غورځنګ د نومول شوي والي په توګه دنده ترسره کوله .

ښاغلي صدیقي وویل چې مولوي عبدالرشید یو له هغو کسانو څخه دی چې له خپلو پنځو تنو ملګرو سره د نیمروز په ولایت کې نیول شوی دی.

هغه وايي چې مولوي عبدالرشید به په لنډو ورځو کې کابل ته ولیږدول شي.

همداشان د فضل اکبر په نوم د طالبانو یو بل قوماندان چې په نورستان کې نیول شوی په دغه خبرې غوڼده کې خبریالانو ته وښودل شو.

ښاغلي صدیقي د طالبانو دا قوماندان د فضل اکبر په نوم یاد کړ او وویل چې دغه قوماندان د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتو کې فعالیت درلود.

ښاغلی صدیقي وایي « فضل اکبر په پاکستان کې تروریستي زده کړې ترلاسه کړي دي چې د افغانستان په ختیځ کې یې د امنیت ګډوډولو مسولیت په غاړه درلود».

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې فضل اکبر سره ۲۲۲ قطعې کارتونه چې طالبانو سره د مرستې د راټولولو لپاره چاپ شوي وو هم ترلاسه شوی دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو او څارنوالۍ کډې ډلې په کابل کې د سوځیدولو تیلو د ټانکرونو په هکله خپلې څیړنې پیل کړي دي.

دغه ډله دنده لري چې د دغې پیښې رامنځ‌ ته کیدو لامل، د سوځولو د پیښې عاملین، د دقیق سوځول شویو ټانکرونو شمیر او د زیان په هکله معلومات راټول کړي.

د یادولو وړ ده چې درې شپې مخکې د کابل د پغمان په ارغندۍ کې د خصوصي شرکتونو په سلګونه د تیلو ټانکرونه د مخالفینو لخوا وسوځول شو.

XS
SM
MD
LG