د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د مرکزي زون شکایتونه وڅېړل


د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون علني غونډه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون علني غونډه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن په یوه بله علني غونډه کې د مرکزي زون د نهو ولایتونو د ټاکنو د ورځې شکایتونه وڅېړل، خو د تیرې ورځې په څیر نن هم د عبدالله عبدالله د ټیم استارو په کې برخه نلرله.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي ددغې علني غونډې په مهال وویل، چې نن د نهو ولایتونو، کابل، پنجشیر، پروان، کاپیسا، میدان وردک، غزني، بامیان، دایکندي او لوګر ولایتونو هغو شکایتونو ته رسیده ګي وشوه، چې له مرکزي کمیسیون مخکې ددغه کمیسیون ولایتي دفترونو یې په تړاوو پرېکړې کړې وې.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دا څېړنې ددې لپاره کوي، چې دواړو کاندیدانو ددغه کمیسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړوې د استئناف غوښتنه کړې وه.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په نننۍ غونډه کې هم د ښاغلي عبدالله ټیم برخه نه درلوده.

د ښاغلي عبدالله د ټیم ویاند تېره ورځ ویلي و، چې دا ټیم د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پرېکړې نه مني او قانوني یې نه ګني .

میرمن عظیمي وویل، چې له دغه کمیسیون سره د مرکزي زون په ولایتونو کې په ثبت شویو شکایتونو کې لوړه کچه د کابل د ولایت لري چې یوازې په دغه ولایت کې ۵۱۶ شکایتونه د ټاکنو د ورځې په تړاوو شوي دي.

پدې علني غونډه کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي د ټیم حقوقي غړو د دوی په وړاندې له شویو شکایتونو دفع وکړه.

په پام کې ده چې دا کمیسیون د ټولو شکایتونو د پلټنو وروسته خپلې پریکړې د ټاکنو کمیسیون ته وسپاري چې بیا به د ټاکنو د کمیسیون لخوا اعلان شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیالې یو وار بیا د ټاکنو له کمیسیون وغوښتل چې نن د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

بل لورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویلي، چې نن ماسپښین به د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG