د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې په جګړه کې پنځه ماشومان وژل شوي


په برید کې ټپي شوې میرمن
په برید کې ټپي شوې میرمن

د کندز د امنیې قوماندان ویاند سید سرور حسیني وايې چې نن سهار پنځه بجې د علی آباد ولسوالۍ د لاله میدان په کلي کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په نتیجه کې يې یو راکټ په یوه کور کې لګیدلی چې پنځه ماشومان په کې وژل شوي او څلور نور چې مور او اولادونه دي ټپیان شوي دي.

سید ګل چې په کور کې يې راکټ لګیدلې وايې چې د دوي د کور تر څنګ د محلي پولیسو پر پوسته له کومې خوا ډزې شوي خو هغوي پر کلي ډزې پیل کړي چې دریم راکټ زمونږ په کور کې د ماشومانو په منځ کې ولګیده.

سید ګل وايې چې پنځه لمسیان او اولادونه يې ځای پر ځای مړه شول او څلور نور د کورنۍ غړي يې ټپیان شوي چې میرمن يې هم په کې ده.

سیدګل چې یو ځوی او خپله روغ پاتي دي وايې چې په پالیز (د خټکیو په کرونده) کې يې کار کاوه، او له ډزو سره سم کور ته لاړ.

هغه وايې چې ددوي په کلي کې وسله وال شته مګر د عامو خلکو پر کورونو راکټونه ویشتل خو مسلماني نه ده.

له بله پلوه تیر ماښام له روژه ماتي وروسته د چهاردرې ولسوالۍ د وردګو په کلي کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر پوسته برید کړی، د کندوز د امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني وايې چې په دغه برید کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور يې ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د شمالي وزیرستان یو تن هم شامل دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG