د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ولایتي شورا یو کاندید وژل شوی


ارشیف
ارشیف

د کندهار د پولیسو یو ویاند ضیا دراني وایي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله خان محمد افغان د پولیسو په تالاشۍ کې د موټړ د درلو خبرداری ته پاملرنه ونکړه.

ښاغلي دراني د امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه ۲ بجې هغه مهال چې خان محمد د کندهار ښار د حضرت جي بابا په سیمه کې د یوې سیمې نه بلې سیمې ته په خپل موټر کې د تګ په حال کې وه، پولیسو ورته د موټر د درلو اشاره ورکړه خو هغه ورته پاملرنه ونکړه چې په نتیجه کې پوليسو پرې ډرې وکړې.

د کندهار د پوليسو ویاند ښاغلي دراني وويل چي د دوی لومړنۍ موندې ښيي چي پیښه د شپې ناوخته د خان محمد د غفلت له امله رامنځ ته شوی ده.

ښاغلی درانی وایي چې د موضوع د څرنګوالي لپاره پوليسو تحقیقات پیل کړي او هغه پولیس چې ډزې کړې وي نیول شوي دی.

هغه وویل چې نتایج به يې وروسته رسنیو سره شریک شي.

د کندهار ولایتي شورا ټول ۱۹ غړې لري. د حمل د ۱۶ ورځې په ټاکنو کې په دغه ولایت کې ۷۲ کاندیدانو ددغو څوکیو د ګټلو لپاره یو بل سره په مبارزه بوخت وو.

که څه هم چې د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې اعلان شوي خو وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG