د لاس رسي وړ اتصالات

په بګرام کې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی


ارشیف
ارشیف

په بګرام کې نن سه شنبه سهار د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو په چکي پوځونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې د څلور چکي سرتیرو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي امریکا غږ ته د خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې پدې ځانمرګي برید کې دوه پولیس هم وژل شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، پدې پېښه کې لس ملکي وګړی وژل شوی، او اته نور بیا د یوه ماشوم په ګډون ټپي شوي هم دي.

د پروان د والي ویاند وايي، چې ځانمرګی بریدکوونکی په بایسکل سپور وو.

دا برید د بګرام د قلندرخېلو په سیمه کې شوی دی.

بل لور ته د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ایساف ويلي، چې د افغانستان په ختیځ کې څلور بهرنیان وژل شوي دي.

خو ایساف د وژل شویو سرتیرو ځای ندی په ډاګه کړی.

طالبانو ددغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی او ویلي یې دي، چې پدې پېښه کې یې امریکايي ځواکونو ته زیان رسولی دی.

د طالبانو خبرپاڼې ویلي، چې برید د دوی یوه بریدګر عبدالله غزنوي کړی او د یوه خاص تکتیک نه یې کار اخېستی دی.

دوی ویلي، چې په پېښه کې د یوه پوستې پولیس هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG