د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۴ ٪ لوړه شوې


د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره میرمن جورجیت ګګنون
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره میرمن جورجیت ګګنون

د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې راغلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۲۴ په سلو کې لوړه شوی ده او عمده لامل یې په ډګر کې جګړې او د وسله والې نښتې دي.

یوناما چې نن چهارشنبه د ملکي تلفاتو په تړاوو خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ، پکې راغلي چې د سړک د غاړې د بمونو نه هم په تېرو شپږو میاشتو کې د وسله والو نښتو له امله ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یوناما پدغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر دېرشمې نېټې پورې دغه دفتر ۴،۸۵۳ د مرګ ژوبلې شمېر ثبت کړی دی، چې دا شمېره د ۲۰۱۳ کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ په سلو کې لوړوالی ښيي.

یوناما ویلي، چې ملکي مرګ ژوبلې پدغه شمېر کې د ملکي وګړو د وژل شویو شمېر ۱،۵۶۴ ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله د وژل شوو ملکي وګړو په پرتله اوولس په سلو کې لوړوالی راغلی دی.

په همدې موده کې ۳،۲۸۹ ملکي وګړي ټپي شوي، چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۲۸ په سلو کې لوړ شمېر دی.

د یوناما راپور چې ددغه دفتر د بشري حقونو د څانګې مشري جورجیټ ګګنون وړاندې کړل، پکې ویل شوي، چې د سږ کال د لومړنیو شپږو میاشتو په اوږد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو ستر لامل په ډګر کې د دواړو اړخونو ترمنځ وسله والې نښتې دي، او د وسله والو نښتو له امله په هرو پنځو ملکي وګړو کې دوه وژل شوي دي.

یوناما وايي، سږ کال د ماشومانو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده او د تېر کال په پرتله ۳۴ په سلو کې لوړه ختلې ده، په همدې شپږو میاشتو کې ۲۹۵ ماشومان وژل شوي دي.

جورجیټ ګګنون وویل "د ملکي وګړو د ساتنې لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده، او له هغو باید حساب وپوښتل شي، چې ملکي وګړي وژني."

له وسله والو نښتو وروسته، د سړک د غاړې بمونه دوهم لامل، ځانمرګي او پېچلي بریدونه درېیم لامل دي.

یوناما وايي، چې ۷۴ په سلو کې ملکي مرګ ژوبله د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا شوې ده.

نهه په سلو کې د ملکي مرګ ژوبلې لامل حکومت او حکومتي ځواکونه دي.

یوناما هر کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاوو دوه شپږ میاشتنې راپوره خپوروي، د ۲۰۱۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه د تېرو پنځو کلونو د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله لوړه ښودل شوې ده

XS
SM
MD
LG