د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې دي


په شمالي وزیرستان کې عملیات
په شمالي وزیرستان کې عملیات

د پاکستاني پوځ د ادعا له مخې پوځ له شمالي وزیرستان نه د شورشیانو د ایستلو په هڅه کی دی. د پوځي عملیاتو مشر جنرال ظفرالله خان خټک وایي " موږ ځنی کسان نیولي، او توقیف کړي، پدې اړه موږ د ډیرو مهمو معلوماتو په ترلاسه کولو کې یوو."

پاکستاني مقاماتو خبرداری ورکړی و چې که هرڅوک د عملیاتو په وخت په سیمه کې پاتی ؤ، د وسله وال یاغي په سترگه ورته کتل کیږي.

ددې خبرداري وروسته تقریباً د ښار له ټولو ناحیو نه خلک وتلي دي. د رپوټونو له مخې میران شاه یو له هغو ښارونو څخه دی چې د وسله والو یاغیانو د فعالیت مرکز بلل کیږي.

جنرال خټک وایي، " پدې کې شک نشته چې دا ځای د ترهگرۍ اصلي مرکز او د ټولو ترهگرو او د هغوئ د فعالیتونو لوجستیکي او مخابراتي مرکز و. "

پاکستاني پوځ پرون د چهارشنبې په ورځ داخلي او بهرنیو رسنیو ته اجازه ورکړه چې د میران شاه د ښارگوټي نه لیدنه وکړي.

بلخوا د پاکستان د اردو ویاند برید جنرال عاصم سلیم بجوا وایي د پاکستاني طالبان مشران په افغانستان کې دي " د تحریک طالبان پاکستان مشران په پاکستان کې ندي. هغوی په افغانستان کې ناست دي، او موږ دا مسله په هره سطحه د افغانستان سره مطرح کړې ده چې باید وځپل شي، له منځه یوړل شي یا بیرته پاکستان ته وسپارل شي."

دا هغه ادعا ده چې د افغانستان حکومت په وار وار رده کړې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنگین دادفر سپنتا، پاکستان ته له سفر وروسته ویلي و چې باور نه لري چې پاکستان دې هغه ترهگر په نښه کړي چې په افغانستان کې ترهگریز عملیات تر سره کوي.

د پاکستان متحدین، په ځانگړې توگه متحده ایالاتو د کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت نه غوښتي چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو قوي مرکزونه له منځه یوسي.

د پوځي چارواکو په وینا پاکستاني ځواک د روانو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه له څلور سوو زیات وسله وال یاغیان وژلي او د هغوی په وینا ١٧ عسکر هم په عملیاتو کې مړه شوي دي.

جنرال خټک وایي پدې عملیاتو کې هیڅ ملکي شخص ندی وژل شوی، خو سیمې ته د تللو د محدودیتونو په وجه دا گرانه ده چې په مستقله توگه د مرگ ژوبلې راپورونه تائید شي.

د شمالي وزیرستان نه خوست کډه شوي مهاجر
د شمالي وزیرستان نه خوست کډه شوي مهاجر

دا په داسې حال کې دي چې له سیمې څخه په سلگونو زره کسان د جگړو او گواښونو په وجه بې ځایه شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې، افغان چارواکو او خیریه موسیسو په وینا شاو خوا دیارلس زره کورنۍ له شمالي وزیرستان څخه د افغانستان د خوست او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوي دي.

همداشان د رپوټونو له مخې شاوخوا اوه سوه زره کسان دننه پاکستان ته کډه شوي دي، او د بې ځایه شویو خلکو په وینا گڼ شمیر ملکي وگړي په عملیاتو کې له مینځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG