د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس د جگړې څلورمه ورځ


د اسرائیل او حماس جگړه
د اسرائیل او حماس جگړه

دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې اسرائیل په غزه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او فلسطیني سخت دریځه پر اسرائیل لا هم راکټونه ورغورځوي.

په غزه کي د روغتیا د چارو کارکونکي وايي چې د اسرائیلي ځواکونو په یو برید کې په دې سیمه کې دره کسه وژل شويدي.

په یو بل خبر کې اسرائیلي چارواکي وايي چې د لبنان د جنوب څخه پرې راکټي برید شوی دی خو چا ته یې زیان نه دی رسولی.


تراوسه پوري لا معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی. اسرائیل وايي د برید پر سیمه باندي یې د توپ ډزې کړي دي.

د بلي خوا نن د جمعې په ورځ د غزې د تړانګې څخه د اسرائیلو د اشود پر ښار باندې راکټي برید شوی دی چې د تیلو یو ستیشن په کښې په نښه شوی دی او اور یې اخیستی دی. په پېښه کي یو کس ټپی شوی دی.

پرون د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پر دواړو خواو باندې غږ وکړ چې ژر تر ژره دی بریدونه بند کړي، خو یوې خوا هم د بریدونو د بندیدو نښې څرګندې نکړې.

بانکي مون د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په عاجلې غونډې کې وویل چې اسرائیل او حماس باید زیار وباسي چي دغه جګړه پای ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې اسرائیلي جټ الوتکو په غزه کې په سلګونو د حماس سیمې په نښه کړي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو یوې پارلماني غونډې ته وویل چي اوربند یې په اجنډا کې نشته.

حماس هم د اسرائیل د تل ابیب او بیت المقدس پر ښارونو باندي راکټي بریدونو ته ادامه ورکړه.

اسرائیل وايي چې دفاعي راکټي سیستمونو یې زیات شمیر راکټونه خنثی کړي دي. دوی وایي چې تلفات نلري.

دا په داسي حال کې دي چې فلسطیني چارواکو بیا د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د غزې د سیمې د وژل شویو کسانو شمیر ۸۵ کسانو ته رسیدلی دی چې په کښې د سخت دریځو وسله والو ترڅنګ، ملکي وگړي هم وژل شوي دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

XS
SM
MD
LG