د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د شنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي په داسې حال کې ووژل شول چې یو سراچه موټر د سړک د غاړې په ماین وخوت او په پایله کې دا پیښه رامنځ ته شوه.

د رپوټ له مخې په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او په ټپیانو کې درې ماشومان شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه ماین د مخالفو وسلوالو لخوا تازه په دغه سیمه کې خښ کړای شوی وو، چې د په زیات شمیر د یوې کورنۍ غړو د وژل کیدو او ټپي کیدلوسبب شو.

تر اوسه مخالفو وسلوالو ددغې پيښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهور رئیس حامد کرزي په کندهار کې د ملکي کسانو د سپرلۍ پر موټر د ماین چاودنه په سختو ټکو غندلې ده

د ارګ نه په یو خپور شوي بیان کې د ولسمشر حامد کرزي له قوله ویل شوی چې د روژې په میاشت کې چې د عبادت، زړه سوي او له اړمنو کسانو سره د مرستې او تعاون میاشت ده، د تاوتریخوالي او د انسانانو د وینو د تویولو پرځای باید د هغوي لاس نیوي او خدمت ته ور ودانګل شي، نه داچې له بې ګناه خلکو څخه د هغوی ژوند واخیستل شي.

ښاغليکرزي دا ډول اعمال د اسلام د دین د ټولو لارښوونو پرخلاف بللي او د هغو ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان بللي دي.

دا پیښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوی چې تیره اونۍ ملګرو ملتونو په خپل یو تازه رپوټ کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندیښنه ښودلې ده.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په نسبت د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په رپوت کې د سړک د غاړې ماینونه په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو زیات وژونکي وسیله بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG