د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې پر غزه د اسرائیل د بریدونو په خلاف لاریون


جلال آباد کې په غزه باندې د اسرائیلو د بریدونو په خلاف لاریون یوه څنډه
جلال آباد کې په غزه باندې د اسرائیلو د بریدونو په خلاف لاریون یوه څنډه

په جلال آباد کې په سلګونو لاريون کوونکو د غزي په تړانګه باندې د اسرائيلي ځواکونو د بریدونو د غندلو په ترڅ کې د اسرائيل، عربي نړۍ او د امريکا متحده ايالاتو پرخلاف شعارونه ورکول.

لاريون کوونکي چې شمیر يې تر پينځه سوو ډيره و، اکثره يې ديني علما او ځوانان وو.

دوى پر فلسطينیانو د اسرائيل بريدونه په کلکو ټکو وغندل او هغه يې بشري جنايات ونومول.

لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې او نړيوال اسلامي کنفرانس نه جدي غوښتنه وکړه چې ددې روان ناورين مخه دې ونيسي.

لاريون کوونکو دجلال آباد ښار په کوڅو کې تر ګرځیدنې وروسته د اسرائيل د صدراعظم له ټوټو جوړه شوی څیره او د هغه هیواد بيرغ هم وسوځوه.

دوى خپل لاريون د يو پريکړه ليک په لوستلو سره په سوله یيز ډول پاى ته ورسوه.

په پريکړه ليک کې له اسلامي هیوادونو غوښتل شوي چې د فلسطين خلکو سره دې نظامي او بشري مرستې وکړي.

د غزي په ټړانګه داسرائيل د بریدونو له پیل راپدیخوا دا په افغانستان کې د اسرائيل په خلاف لومړنی لاریون دی چې د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال آباد په ښار کې ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG