د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی:د ملي یووالي حکومت د حل یوازینۍ سیاسي لاره وه


دولسمشرۍ دواړه کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځگړتوب داسې پرېکړې ته ورسېدل چی د دویم دور ټاکنو ټولې رایې به له سره شمېرل کیږي او گټونکې به دملي يووالی حکومت جوړوي.

د ملي يووالي حکومت په څه معنی ؟ آيا دافغانستان اوسنيو شرايطوته دهمداسی حکومت جوړول پکار دي ؟ دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسی علومو دپوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي دملی وحدت حکومت په هغو ملکونو کی منځ ته راځي يا جوړيږی چی په هغه هيواد کی مختلف مذاهب او قومونه يوله بل سره په جگړه کی وي بيا وروسته د توافق په اساس ملي حکومت جوړکړي.

ښاغلي ستانکزي اشنا راډيو ته وويل " که راتلونکي حکومت ته یي دملي وحدت پرځاي دملي پراخ بنسټه حکومت نوم ورکړای وای ښه به و"

ستانکزی وایي " اوسنيو شرايطو ته په کتو دحل سياسي لاره همدا وه چی اوس پرې موافقه شوې کنه نو ډيرو بدو پايلو ته به منتظر وای چی هغه په افغانستان کی د نوې دیمکراسۍ ماتيدل وو.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG