د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون:د ټولو رایو د بیا شمیرلو بهیر سبا پیل کیږي


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د جوزا د میاشتې ۲۴ ورځې د ټاکنو د اته میلونو نه د زیاتو رایو د بیا شمیرلو بهیر به د سه شنبې په ورځ په کابل کې پیل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې به د جوزا دمیاشتې د ۲۴ ورخې د رایو د بیا شمیرلو بهیر به د سه شنبې په ورځ پیل شي.

په پام کې وه چې دا بهیر نن د دوشنبې په ورځ پیل شوې وای خو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس احمدیوسف نورستانی وایي چې نن به هغو مامورنیو ته روزنه ورکړل شي چې د رایو بیا شمیرنه ورترغاړې ده.

ښاغلی نورستانی وایي چې سر له سه شنبې به سل ټیمونه هره ورځ تر زرو پورې د رایو صندوقونو رایې بیا وشمیرې "که کارونه د مهالویش سره سم پر مخ لاړ شي نو د ټولو رایو بیا شمیرل به درې اونۍ وخت واخلې".

ښاغلي نورستاني د یکسنبې په ماښام خبریالانو ته وویل چې د ولایتونو نه د رایو صندوقونه به د نړیواکو ځواکونو په مرسته کابل ته راوړل شي.

هغه وویل چې د رایو صندوقونه به د ملګړو ملتونو، نړیوالو او کورنیو څارونکو، د کاندیدانو د استازو او رسنیو په مخ کې پرانستل شي او هغوې به د بیا شمیرنې بهیر وڅاري.

ښاغلي نورستاني هیله وښوده چې لکه څنګه چې دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره موافقه کړې د ددغو پلټنو پایلې به ومني.

د ښاغلي عبدلله ټاکنیز ټیم چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون سره یې نږدې یوه میاشت وړاندې خپلې اړیکي پرې کړي وي د یکشنبې په ورځ ددغه تيم یوه تخینکي ډله بیرته دغه کمیسیون ته ورستنه شوله.

د نوموړي د ټیم د تخنیکي ټیم مشری د ټاکنو د د خپلواکه کمیسیون پخوانې رئیس فضل احمد معنوي کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو د تیرې شنبې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د ټولو رایو په بیا شمیرلو اود بیا شمیرني د بهیر په پای کې د دغو شمیرونو د پایلو د منلو سره موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG