د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:د تفتش د لایحې د پلي کولو په اړه لا پوښتنې شته


د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله

د افغانستان د جمهوري ریاست یو نوماند عبدالله عبدالله وايي که څه هم چې نن د پنجشنبې په ورځ د دویم پړاو ټاکنو د رائیو تفتش پیل شو ، خو لا اوس هم د تفتش د لایحې د پلي کولو په برخه کې جدي پوښتنې پاتې دي.

ښاغلي عبدالله نن په کابل کې په یوې ناسته کې وویل چې باید د تفتش د پروسې لایحه په جدي توګه عملي شي تر څو له تفتش څخه وروسنته هیڅ پوښتنه د شفافیت په هکله رامنځ ته نه شي.

ښاغلی عبدالله وايي که څه هم تر اوسه د ټاکنو پایلې معلومې نه دي، خو هغه څه چې یې له خپلو خلکو سره منلي دي او هغوی ته یې وعده ورکړې ده په استقامت سره به خلکو سره ودریږي او له خپل سیال ټیم سره معامله په منځ کې نشته و هیڅکله هم به بیرته هغو خبرو ته ونه ګرځي چې څو ورځې مخکې یې خپلو پلویانو ته د لویې جرګې په خیمه کې کړې وې.

عبدالله وايي "په هغو جملو او هغو کلمو په خپل ځان سره زه باور لرم هغه څه چې ما د لویې جرګې په خیمه کې ویلي نه غواړم چې بیرته هغې روحیې ته مراجعه وکړم ، غواړم د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې هغه څه چې زموږ په وسه کې وو هغه مو ترسره کړي‌ تر څو زموږ هیواد نا امنۍ په لوري لاړ نه شي او زموږ په هیواد کې قانون ټینګ شي".

ښاغلي عبدالله د ملي وحدت د حکومت په هکله وویل چې په اوس وخت کې ددې اړتیا وه چې دغه راز حکومت په افغانستان کې جوړ شي او له ټولو استعدادونو څخه د ملي وحدت د ټینګښت لپاره ګټه واخیستل شي.

هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د څوکۍ په هکله چې پخوا یې ضیاالحق امرخیل مشري کوله وویل چې د یوې هوکړې له مخې به د دواړو ټیمونو استازي په ګډه له دغې څوکۍ څخه څارنه کوي او ټولو معلوماتو ته به لاس رسی ولري.

عبدالله وايي د دویم پړاو ټاکنو له پایلو څخه وروسته نوی حکومت چې رامنځ ته کیږي‌ د دواړو ټیمو بریا ده نه دا چې یوه خوا ګټلې او بله خوا بایللې وي، بریا په مساویانه توګه ده.

ښاغلي عبدالله وايي "د هغو ژمنو پر بنسټ چې موږ یې د افغانستان له خلکو سره لرو دا اداره رامنځ ته کړو چې ټول پکې شتون ولري البته د ښایسته سالارۍ په پام کې نیولو سره او کار اهل د کار ته سپارلو سره او دا ټول".

نوموړي هیله وښوده چې وروسته له دې هیڅ یوه ډله هم د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ نه کړي.

دی وايي چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی هم هیله لري چې ژر تر ژره د ټاکنو روان بهیر پای ته ورسیږي او په آرامه توګه قدرت له یو رئیس جمهور څخه بل ته ولیږدول شي.

د ښاغلي عبدالله په وینا هغه هوکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د دواړو نوماندانو ترمنځ شوې د افغانستان د خلکو په خیر ده حد او حدود ګټونکي او بایلونکي نوماندانو ته مشخص شوي دي.

هغه وايي چې خلک باید د ټاکنو په بهیر باور پیدا کړي او په دې باید پوه شي چې د دوی رایې راتلونکې ټاکي او په دې برخه کې د افغانستان مشران په ګډه سره کار کوي.

ښاغلي عبدالله په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رسمي توګه د رایو د تفتش بهیر پیل کړ چې کیدای شي تر دریو اونیو پورې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د رائیو له تفتش څخه وروسته دواړه نوماندان باید د ټاکنو پایله ومني.

XS
SM
MD
LG