د لاس رسي وړ اتصالات

تر اوسه نېږدې ۲۵۰ د رائیو صندوقونه تفتیش شوي دي


د ټاکنو په خپلواکه کمسیون کې د رایو د صندوقونو د تفتیش د بهیر یوه څنډه
د ټاکنو په خپلواکه کمسیون کې د رایو د صندوقونو د تفتیش د بهیر یوه څنډه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د رائیو د بیا تفتیش د بهیر په ترځ کې یې تېره ورځ څه باندې دوه سوه د رائیو صندوقونه تفتیش کړي او وړمه ورځ یې ۳۲ صندوقه تفتیش کړي وو چې په مجموعي توګه اوس د تفتیش شویو صندوقونو شمیر نژدې ۲۵۰ ته رسیږي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور نن خبریالانو ته د جمهوري ریاست د دوهم پړاوو د رایو د تفتیش په اړه د جزئیاتو د ورکولو په مهال وویل، چې د رایو په تفتیش کې چې د پنجشنبې په ورځ پيل شوی دی لا تراوسه کومه ستونزه نده رامخته شوې.

ښاغلي نور وویل "شل ټیمه نن د رایو په تفتیش کې زیات شول، نن مو په دواړو وختونو کې اتیا ټیمه پلټنې ته عیار کړي وو".

د ټاکنو د کمیسیون ویاند وايي، چې د بلخ، غزني او میدان وردک د ولایتونو د رایو صندوقونه پلازمینې ته رسیدلي او د کمیسیون په ګودامونو کې ځای په ځای شوي دي.

ښاغلی نور وايي، د نن ورځې تر پایه به د هرات، کندهار او هلمند د رایو صندوقونه هم ورسیږي. د رایو د صندوقونو لېږد ایساف کړی دی.

څارونکي

د رائیو د پلټنې د سستوالي یو لامل د نړیوالو ناظرینو په وخت نه شتون دی، د ټاکنو د کمیسیون ویاند وايي، چې په دوو درېیو ورځو کې د نړیوالو ناظرینو په راتګ به پروسه چټکه شي.

هغه وویل د تېرې ورځې تر غرمې د دواړو کاندیدانو ۳۴۶ څارونکي ورسره ثبت شوي، ۲۵۱ د نړیوالو بنسټونو څارونکي او ۲۸۱ د مدني ټولنو مشاهدین ورسره ثبت شوي دي.

ښاغلي نور وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تېره ورځ له دغه کمیسیون څارنه کړې ده،

هغه وویل د امریکا د سفارت کارکوونکي هم پدغه څارنه کې برخه لري او عملا په کمیسیون کې شته دي.

نور محمد نور وايي، په چیک لست کې هیڅ تغییر ندی راغلی، چیک لست کې شپاړس موارده دي چې کاندیدانو له کمیسیون سره هم پرې هوکړه کړې ده.

د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس د ځای ناستي په تړاوو ښاغلي نور وویل چې هیڅ پرېکړه لا نده شوې او تر هغو چې بل منتخب ولسمشر واک ته نه وي راغلی د کمیسیون پرېکړه دا ده چې د دارلانشاء دوه مرستیالان دې دا چاره پرمخ بوځي.

XS
SM
MD
LG