د لاس رسي وړ اتصالات

اساسي قانون د څار د کمیسیون ۳غړو د باور رایه وانخیسته


ولسي جرګې نن شنبه د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمیسیون مشر او دوه غړو ته چې دغې جرګې ته د باور د رایې د اخېستو لپاره ور پېژندل شوي وو،د باور رایه ور نه کړه.

د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمیسیون مشر ګلرحمن قاضي، ددې کمیسیون غړی محمد امین احمدي او غړې محبوبه حقوقمل پدې و نه توانېدل چې د ولسي جرګې د غړو باور خپل کړي.

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني ددې کمیسیون مشر او غړي نن سهار ولسي جرګې ته وپېژندل او له ولسي جرګې یې هم غوښتل چې دوی ته د باور رایه ورکړي.

په رای ورکولو کې ښاغلي ګلرحمن قاضي ۵۲ د تائید، ۸۱ رد رايې واخېستلی او ویې نه شو کړلی چې یو ځل بیا د دوهم ځل لپاره ددغه کمیسیون مشر پاتې شي.

ښاغلي احمدي ۵۴ د تائید او ۸۱ د رد، او اغلې حقوقمل ۴۵ د تائيد او ۸۶ د رد رايې واخېستې او دوی هم و نه شو کړلی د دوهم ځل لپاره ددې کمیسیون غړي پاتې شي.

که څه هم د پارلمان په نننۍ غونډه کې شخړه هم رامنځته شوه او د شخړې وروسته ددې جرګې دوه غړي رمضان بشردوست او بکتاش سیاووش د پارلمان له تالاره وایستل شول خو بیا هم له پوښتنو وروسته د ولسي جرګې غړو ددې کمیسیون مشر او غړو ته د نه باور رایه ورکړه.

د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمیسیون غړي د جمهور رئیس له خواد څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي چې د قانون له مخې باید د ولسي جرګې نه د باور رایه واخلي.

ګلرحمن قاضي، محمد امین احمدي او محبوبه حقوقمل په تېرو څلور کلونو کې ددې کمیسیون غړیتوب درلود.

د بل خبر له مخې ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان په اساس د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار ددې جرګې انتصابي غړی کړ، مسلمیار تر دې مخکې په ننګرهار کې د ولایتي شورا د ټاکنو په اساس په مشرانو جرګه کې منتخب استازی وو چې د تیرو څلورو کلونو راپه دې خوا یې ددغې جرګې مشرۍ کوله.

XS
SM
MD
LG