د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیایۍ الوتکې توربکس وموندل شو


د اوکرائن د بیړنیو خدماتو د ادارې یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ وویل " بیلتون غوښتونکو یاغیانو هغه ١٩٦ مړي بل ځای ته انتقال کړي چې پلټونکو د پیښې په ځای کې راغونډ کړي وو."

د اسوشیتید پریس اژانس خبریالانو پرون وسله وال یاغیان لیدلي چې مړي یې په موټرو کې اچول او بل ځای ته یې انتقالول. بل خوا د پیښې په ځای کې د تحقیق او د مړو د بیرته ترلاسه کولو په اړه مختلف نړیوال غبرگونونه څرگند شوي.

په داسی حال کې چې د مالیزیایي مساپر وړونکې الوتکې MH17، په برخه کې تحقیقات روان دي، د نړیوالو خیریه مرستو د ټولنې مشرانو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوي به د خپلو هغو همکارانو لپاره دعا وکړي چې د الوتکې په دوه سوه اته نوي مړو شوېو مساپرانو کې شامل دي.

د نړیوالو خیریه مرستو د موسسې مشره فرانکوزی بار سویانسي وایي "فکر کوم دا غمیزه چې اوس خپلو همکارنو ته دوعا کوو، ددی سبب به شي چې موږ یوځل بیا په گډه کار وکړو او دې کارته دهغوی ددرناوي په توگه دوام ورکړو"

پرون په استرالیا کې د مالیزیایي الوتکې د قربانیانو په یاد ځانگړي مراسم نیول شوي وو. د مالیزیا د دفاع وزیر پرون اوکرائن ته د روانیدو په وخت کې وویل "غواړي د ا خبره ېقینی کړي چې تحقیقاتی ټیم د الوتکې د سقوط ځای ته په خوندي توگه لاسرسی ولري."

هغه وایي " دا ډیره مهمه ده چې موږ دقیق او بشپړ شفاف تحقیقات ترسره کړو چې دا معلومه شي چې اصلاً څه پیښ شول. او ددی کار دپاره موږ د ټولو نړیوالو سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لرو، او تیرماښام می پدې اړه د امریکا د دفاع له وزیر سره هم خبرې وکړې. ما په بریتانیه کې د فیلیپ هاموند او د چین له مشرانو سره هم پدې اړه خبرې کړي"

د استرالیا صدراعظم ټوني اباټ واېي د اوکرائن په ختیځ کې د غورځیدلې مالیزیایي الوتکې په ساحه کې په مطلق ډول بی نظمي ده.

ښاغلی اباټ زیاتوي " ما د روسیې د تجارت وزیر راغوښتی و او خپله اندیښنه او نارضایتي می ورته داسی څرگنده کړه چې باید د حل لپاره یې پیدا شي. روسیه په دغې ساحې کنترول لري، د یاغیانو ملاتړ کوي، ددې امکان هم ډېرزېات دې چې روسیه هغوی ته وسلې ور کوي، روسیه له دې پېښې نه ځان ایستلی نشي"

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي وختي د پیښې ځای ته رسیدلي، خو د هغو یاغیانو لخوا چې د پیښې د سیمې کنترول لري، ډېر محدود لاسرسی ورکړل شوېدی.

په سیمه کې د یاغیانو یو قوماندان پلټونکو ته خبردارې ورکوي " یوځل بیا خبرداری درکوم، دلته امنیتي ځواک شته، که هرڅوک خبره ونه مني او زما اوامر ونه مني نو د عواقبو مسولیت به یې خپل وي"

د مالیزایي هوایي شرکت MH17 پرواز د پنجشنبې په ورځ د امستردام نه د کوالالمپور په لور روان شوی وچې وویشتل شو او سقوط یې وکړ. پدې الوتکه کې نژدې دوه سوه مسافر هالنډیان وو، د طیارې د پنځلس کسیزه عملې په گډون، څلور څلویښت تنه پکې مالیزیایان وو.

XS
SM
MD
LG