د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو ۵۰ ٪ صندوقونه د تفتیش لپاره کابل ته رسیدلي


د ټاکنو خپیلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو خپیلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو خپیلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن دوشنبه په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د تفتش لپاره تر اوسه له بیلابیلو ولایتونو څخه پنځوس فیصده د رایې صندوقونه مرکز ته لیږدول شوي دي.

ښاغلی نور وايي‌ چې تر اوسه له پنځه سوو زیات صندوقونه د ملګرو ملتونو ، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د نوماندانو د استازو په شتون کې تفتش شوي‌ دي.

هغه وايي “نن د تفتش بهیر سهار اوه بجې پیل شوی دی چې پنځوس ټیمونه په لومړي او پنځوس ټیمونه په دویم شفت کې کار کوي.

د نورو ورځو په پرتله لس لس ټیمونه زیات شوي دي او په نورمال ډول د څارونکو په شتون کې خپل کارونه پر مخ وړي”.

دا په داسې وخت کې ده چې د ځینو تخنیکي ستونزو او د رایې پاڼو په نښه کولو کې د بیلابیلو نښو او امضا کولو له امله د دواړو کاندیدانو د استازو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوی وو او د تفتش د پروسې د درول کیدو لامل شوی وو چې تیره ورځ وروسته له غرمې له سره پیل شوی دی.

د ښاغلي نور په وینا تر اوسه د بلخ ، غزني ، میدان وردګ ، کندهار ، هرات ، هلمند، پکتیکا او د کابل د ولسوالیو د رایو صندوقونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته لیږدول شوي‌ دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي چې نن به د افغانستان د ختیځ زون چې پکې د کونړ ، نورستان ، لغمان او ننګرهار ولایتونه شامل دي ، مرکز ته ولیږدول شي او په مرکزي دفتر کې به تفتش کړای شي.

د ښاغلي نور په وینا چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیمونو شپږ سوه او شپږ شپیته څارونکي د تفتش له پروسې څخه څارنه کوي په داسې وخت کې چې د تفتش له بهیر څخه درې سوه او اته دیرش نړیوال او درې سوه او دوه ویشت کورني څارونکي او پنځه څلویښت د شکایتونو د کمیسیون څارونکي هم څارنه کوي.

ښاغلی نور وايي “په ټولیزه توګه د تفتش په بهیر کې ۱۳۲۶ کورني او بهرني څارونکي هره ورځ د تفتش بهیر څاري او خپل ډاډ ترلاسه کوي چې هیڅ کومه طرفداري‌ د یو نوماند په پلوي ترسره نه شي.”.

په ورته وخت کې د دواړو کاندیدانو استازي وايي که څه هم د تفتش بهیر په سمه توګه روان دی ، خو د باطلو رایو په هکله د ورکړل شویو شپاړسو معیارونه په پوره توګه د دواړو کاندیدانو ،‌ ملګرو ملتونو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا پرې هوکړه نه ده شوې.

د اشرف غني احمدزي د ټیم غړی حلیم فدايي وايي “تر اوسه پروسه ښه روانه ده او هیله ده چې دا شان ادامه پیدا کړي”.

همدا شان د عبدالله عبدالله د ټیم غړی طوفان وزیري وايي چې لا تر اوسه هم په هغو شپاړسو معیارونو چې د ملګرو ملتونو ، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د نوماندانو ترمنځ پرې هوکړه شوې وه ، په پوره توګه موافقه نه ده شوې ، خو په دې هکله غونډه روانه ده.

ښاغلی وزیري وايي “مهمه مسله چې تراوسه پرې هوکړه نه ده شوې هغه شپاړس معیارونه دي چې باید پرې توافق وشي تر څو وکولای شو هغه رایې چې باطلې دي او څوک یې د باطلولو حق لري سره یوه موافقه وکړو”.

په ورته وخت کې د تفتش د پروسې د څار ډلې وايي که څه هم دغه پروسه په ښه توګه روانه د نړیوالې ټولنې او کاندیدانو څارونکي هم په دغه بهیر کې شتون لري خو لکه څنګه چې لیدل کیږي د څارنې بهیر زیات پڅ‌ لیدل کیږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د موسسې یو څارونکی شاه محمود مل وايي چې باید د تفتش د ټیمونو شمیر له پنځوس څخه اتیاوو ته لوړ شي تر څو دغه بهیر زور واخلي.

شاه محمود مل وايي “زموږ موندنې ښايي چې د تفتش پروسه ډیره بطي روانه ده که چیرې داسې وي نو فکر نه کوم چې په دریو اونیو کې خلاص شي ، کمیسیون هم هوکړه کړې وه چې د تفتش ټیمونه له پنځوس څخه اتیاو ته لوړ کړي”.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د هغې لایحې او معیارونو له مخې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د نوماندانو د استازو په ګډون پرې هوکړه شوې ده د رایو د باطلولو لپاره به ترې کار واخیستل شي تراوسه معلومه نه ده چې کوم شمیر رایې باطلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG