د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په یو ځانمرګی برید کې څلور بهرنیان وژل شوي


ارشیف
ارشیف

په کابل کې امنیتي چارواکي وايي، نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل د هوايي ډګر ته څېرمه د قصبې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه پوځي کمپ ته کږدې یو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې څلور بهرني وګړي وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته د خبر د پخلي په مهال وویل، چې پدغه ځانمرګي برید کې څلور بهرنيان وژل شوي، پنځه یې ټپيان دي او یو افغان چې د لوی څارنوالۍ سلاکار دی هم ټپي شوی دی.

د وژل شویو بهرنیو اتباعو هویت لا هم په ډاګه ندی خو ویل کیږي، چې نيپالي او فلیپيني اتباع پکې دي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ ته وویل، برید د یوه موټر سایکل په مټ ځانمرګي بریدکوونکي له مخدره موادو سره د مبارزې د معینیت او د بهرنیو ځواکونو د یو کمپ په دروازه کې کړی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي، پلټنې روانې دي.

طالبانو ددغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی او رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا برید د بهرنیو ځواکونو په مهم استخباراتي مرکز شوی دی او ادعاء یې کړې ده چې پنځلس بهرني عسکر یې وژلي یا ټپي کړي دي.

د طالبانو ویاند ویلي چې دا برید د خیبر د عملیاتو د لړۍ برخه وه او بریدکوونکي د موټر سایکل په مټ ځان د بهرنیو ځواکونو اډې ته رسولی دی.

د بهرنیو ځواکونو له اړخه پدې تړاوو څه ندي ویل شوي.

همدا ډول نن په کابل کې د هوا پېژندنې د سړک په اوږدو کې یو بم چاودیدلی چې له پخوا ځای په ځای شوی وو، دا بم سهار اوه بجې چاودیدلی دی او یو ملکي وګړی پکې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG