د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت:د وزیرستان عملیاتو د حقاني شبکه نه ده ځپلې


د افغانستان د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي
د افغانستان د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي

د افغنستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د پاکستان د پوځ له خوا په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پیل دمخه ددغې سیمې نه ټول مخالف وسلوال خوندي ځایونو ته لیږدول شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پدغو عملیاتو کې نه خو د سلفي ډلې د یو مشر حافظ سعید ډلې نه هم لشکر طیبه ډلې او نه هم د حقاني ډلې ته زیان رسیدلی دی.

صدیقي وویل " زمونږ معلومات دا ښايي چې ددغو عملیاتو وړاندې په زیات شمیر د حقاني د ډلې مشران او د نورو ترورستي ډلو د زده کړو مرکزونه د شمالي وزیرستان نه لیږدول شوي وو یو شمیر یې د کورمې اجینسۍ په لور، ځنې یې د کراچۍ، کویټي او حتی د اسلام اباد په لور لیږدول شوي دي".

صدیقي وایي چې د پاکستان د استخباراتو ادارې اې ایس اې دا کار ددغو عملیاتو د پیل دوه اونۍ وړاندې د ۱۵۰ پوځي وسایطو نه په کار اخیستلو تر سره کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې دا ریاست د جون د میاشتې د پنځلسمې را دیخوا ته په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا پیل شوي عملیات له نږدې څاري او ترکومه چې دغې ادارې سره معلومات شته د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې تراوسه کوم پیژندل شوی مخالف وسلوال نه وژل شوی اونه هم نیول شوی دی .

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې د پخوا په نسبت په افغانستان کې د حقاني د شبکې فعالیتونه زیات شوي دي.

دا اداره د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې ځانمرکی برید چې د سلو نه زیات عام وګړي په کې مړه او ټپیان شول هم ددغې شبکې کار ګڼي او وایي چې په تیره یومیاشت کې یې د کابل په ګډون د افغانستان په څو ښارونو کې د ۲۵ ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.

سفیر جمیز ډابنز

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پاکستان د پوځ له خوا په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جمیز ډابنز د سه شنبې په ورځ په کابل کې ددغو عملیاتو په هکله خبریالانو سره د خبرو په وخت دا د حقاني شبکې په ځپلو کې موثر وګڼل وویل چې د پاکستان د پوځ له خوا په شمالي وزیرستان کې د پراخو عملیاتو په نتیجه کې حقاني شبکې د عملیاتو تر سره کولو توان له لاسه ورکړی دی.

جیمز ډابنز وویل " مونږ باور لرو لکه د نورو ترورستي ډلو د حقاني ډله هم له شمالي وزیرستان نه ایستل شوې ده ، زمونږ انديښنه داده چې ایا هغوی به بیا دغې سیمې ته ورستانه شي او دا چې هغوی به د پاکستان په نورو برخو کې د فعالیت موقع ترلاسه کړي، مونږ ته د پاکستان د حکومت له خوا ډاډ راکړل شوی چې هغوی ته به بیا شمالي وزیرستان ته د بیرته ورستنیدلو اجازه ورنکړل شي او نه به هم د پاکستان له نورو برخو هغوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شي".

سفیر ډابنز وایي چې امریکا له نږدې دا بهیر څاري.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ددغو عملیاتو په نتیجه کې د ۸۰۰ زرو خلکو د بې کوره کیدلومسله هم یاده کړه وویل چې امریکا چمتوده چې د شمالي وزیرستان کډوالو سره مرسته وکړي.

تراوسه د پاکستان پوځ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست دغو څرکندونو ته ځواب نه دی ورکړی.

خو کله چې موږ په پیښور کې د ډان د ورځپاڼې د مسول مدیر اسماعیل خان نه پوښتنه وکړه چې دوي په دې اړه څه معلومات ل‏‏ري او که نه،نو هغه دا ومنله چې تر اوسه په دې عملیاتو د حقاني د شبکې کوم مهم غړی نه وژل شوی او نه نیول شوی خو دا ېې وویل چې دوي داسې کوم ثبوت او شواهد نه لري چې گني د حقانی د شبکې کسان د شمالي وزیرستان نه کرمې ایجنسی ته انتقال کړی شوي وي .

XS
SM
MD
LG