د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په غزې باندې د اسرئیلو د بریدونو په خلاف لاریون


په کابل کې د غزې په تړانګه د اسرئیلو د بریدونو په خلاف د لاریون یوه برخه
په کابل کې د غزې په تړانګه د اسرئیلو د بریدونو په خلاف د لاریون یوه برخه

د کابل د ننني لاریون بندو بست د همبستګۍ د ګوند لخوا شوی وو، پر غزه باندې د اسرائیل د بریدونو د غندولو تر څنگ یې د افغانستان د پکتیکا د ولایت د ارګون د ولسوالۍ وروستۍ خونړۍ پیښه هم په کلکه وغندله.

لاریون کوونکو پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د نړیوالې ټولنې په چپ پاتې کیدو نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې غوښتل چې باید خپله چپتیا پای ته ورسوې‌ او د غزې په تړانګه د اسرائیلو د بریدونو د بندیدلو لپاره چټک عملي ګامونه واخلي .

همدا راز لاریون کونکو په د افغانستان کې د ښکیلو اړخونو د پوځي عملیاتو په ترځ کې د ملګي وګړو وژل په سختو ټکو وغندل او د هغوی دا کړنې یې نه بخښونکی عمل وباله.

د دغه لاریون یوه تنظیم کونکې سیلۍ غفار امریکا غږ ته د نننۍ لاریون د هدف په باب وویل چې د لاریون هدف په افغانستان ، فلسطین او ټوله نړۍ کې د بې ګناه خلکو د وژلو په وړاندې خپل غږ اوچتول او مظلومو انسانانو سره خواخوږی څرکندول دي.

میرمن غفار وویل چې لکه چې د ارګون په ولسوالۍ خونړی برید دمخه پلان شوی وو دغسې په غزې باندې بریدونه هم له مخکې پلان شوي دي چې دوی یې په کلکه غندي.

یرمن غفار وايي "ترڅو چې خلک سره یو نه شي او تر څو چې ټول یو غږ نه شي او د ملت د دښمنانو پروړاندې ونه دریږي د افغانستان خلک به آرامه ورځ ونه لري".

د میرمن غفار په وینا افغانستان په اوس وخت کې یو دیموکراتیک حکومت ته اړتیا لري او اوسنۍ دیموکراسي دروغجنه ده او هیڅ کله هم نه شي کولای چې د خلکو درد دوا کړي.

هغه وايي چې په تیرو دیارلسو کلنو کې په افغانستان کې خلکو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کړی او اوسنی حکومت یوازې د خلکو ننداره کوونکی دی.

دغو لاریون کونکو په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو دمشرانو او هم په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو په ځانکړې ډول د امریکا په خلاف هم شعارونه ورکول.

لاریون کونکو د افغانستان د پارلمان د غړو له خوا خپلو ځانونو ته د یو لړ امتیازاتو د قانون د تصویب په باب د ولسي جرکې وروستۍ پریکړه هم په کلکه رد کړه.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د غزې د تړانګې نه د ملاتړ په هدف لاریون ترسره کیږي له دې وړاندې د جمعې په ورځ په کابل کې او له هغې وړاندې د جلال آباد په ښار کې هم لاریونونه شوي وو.

په کابل کې ددغه لاریون یو بل تنظیمونکی حفیظ راسخ امریکا غږ ته وویل چې دوی د افغانستان او غزې د مظلومو خلکو نه د دفاع لپاره خپلو دغه شان لاریونونو ته به دوام ورکړي تر څو د خلکو حق ترلاسه کړي.

ښاغلی راسخ وايي "موږ له نړیوالو او هغه کسان چې په ریښتیا د خلکو پلوي کوي غواړو چې آواز اوچت کړي او د اسرایلو بریدونه وغندي او په افغانستان کې د طالبانو مخه دې ونیول شي تر څو د خلکو له وژنې لاس واخلي".

لاریون کوونکي وايي چې هره ورځ په لسګونه کسان وژل کیږي ، خو افغان حکومت په دې برخه کې چپه خوله دی او د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم نه کوي

ددغه لاریون په پای کې د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې وغوښتل شول تر هغې چې یو دیموکراتیک نظام رامنځ ته نه شي‌ او د خلکو اراده پکې نه وي ، تر هغې به خلک د سولې او هوساینې مخ ونه ویني.

دوی په ټولو ولسي بنسټونو ، آزادۍ غوښتونکو غږ وکړ چې د ظلم پروړاندې چپه خوله پاتې نه شي او د ملت د پوهاوۍ لپاره سره یو موټی شي.

XS
SM
MD
LG