د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې دوه بهرنۍ مرستندویه کار کوونکې وژل شوي


د هرات والي‌ سید فضل الله وحیدي امریکا غږ ته وویل دغه دوه ښځینه کار کوونکې چې د نا معلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوي د فنلنډ تبعه دي چې د آی ای ایم په نوم په یوه بهرنۍ موسسه کې یې کار کاوه.

ښاغلی وحیدي وايي چې په دغو میرمنو باندې د هرات د نوي ښار په سیمه کې نن غرمه دولس بجې نامعلومه وسله والو ډزې وکړې چې له امله هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

برید کوونکي له برید وروسته د پیښې له ځای په تیښته بریالي شوي دي‌.

د هرات والي وايي چې په دغه برید کې بهرنی کړۍ لاس لري چې د افغانستان له بهر څخه هرات ولایت ته راغلي دي.

تر اوسه چا د انټرنیشنل اسټانس میشن یا د مرستو نړیوال ماموریت د موسسې په کار کوونکو باندې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستیي.

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون ویاند رفیق شیرزی وايي چې ددغو وژل شویو ښځو له ډلې څخه یوه یې په هرات کې د آی ای ایم د موسسې مشره وه او بله یې روغتیا پاله وه.

د آی ای ایم موسسه د اوږدو کلنو راپدې خوا په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې کار کوي.

دا موسسه د کابل بهر په ځینو ولایتونو کې هم فعالیت لري ،‌آی ای ایم په کابل کې د نور په نوم د سترګو د روغتون سره هم مرستې کوي.

تر اوسه دغې موسسې په خپل کار کوونکو باندې د برید په باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG