د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ملکي وګرو د وژنې په خلاف لاریون


په کابل کې د مدني ټولنې په سلګونوفعالینو د زرنګار په پارک کې په یوه غونډه کې د غور او پکتیکا په ولایتونو کې د وسلوالو وروستي بریدونه چې له امله یې په زیات شمیر ملکي کسان وژل شوي په سختو ټکو و غندل.

وینا کونکو د مخالفو وسلوالو ددغو کړونو د غندلو ترڅنګ د افغان حکومت له خوا د طالبانو بندیانو د خوشې کیدلو پریکړې هم وغندلې او ادعا کوله چې اکثره خوشې شوي طالب بندیان خپلو کورونو ته د ستنیدلو په ځای د جګړو لیکو ته مخه کوي او په افغانستان کې د بیګناه انسانانو مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

"زمونږ وژل نور بس کړئ".

دغو لاریون کونکو د غور ولایت د تیرې اونۍ ډله ایزې وژنو ته قومي رنګ ورکولو سره هم مخالفت ښوده او په افغانستان کې د میشتو قومونو ترمنځ په ملي وحدت ټینګار کوه.

د کابل سربیره په هرات ، غور او بامیانو کې هم نن د یکشنبې په ورځ د مدني ټولنې د فعالینو د ملکي کسانو د وژنو د غندلو لپاره لاریونونه کړي دي.

دغو لاریون کونکو د غور ولایت د پیښې ترڅنګ د پکتیکا د ولایت د ارګون ولسوالۍ خونړۍ پیښې یادونه هم کوله او دا پیښه یې هم د طالبانو کار وګڼه.

د غور په ولایت کې د تیرې پنجشنبې په شپه نا معلومو وسلوالو ددریو فلاینګ کوچ موټرو نه د کابل چغچران په لویه لاره دشپې په ۱۲ بجو لومړی سپرلئ د موټرو راکښته اوبیا یې ددغو مساپروله ډلې ۱۴ تنه د یوې ناوې او زوم په ګډون په ګولو وویشتل او ووژل.

د غور ولایتي چارواکو د ددغو ملکي کسانو د وژلو پړه په ځایي طالبانو اچولې ده، خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په دغه برید کې د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

همداشان طالبانو د ارګون د ولسوالۍ په برید کې هم خپل لاس لرل رد کړي دي.

يوناما

د ا لاریونونه په داسې حال کې تر سره شوي چې د ملکي تلفاتو په باب د ملګروملتونوپه یوه وروستي راپورکې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال د لومړیو شپږ میاشتو په نسبت ۲۴ فیصده زیاتوالی ښودل شوی دی.

په کابل کې د یوناما یوه ویانده میرمن نیلاب مبارز وایي چې اکثره ملکي تلفات د ښکیلو خواو ترمنځ په مخامخ نښتو کې رامنځ ته کیږي.

میرمن نیلاب مبارز امریکا غږ ته وویل "له بده مرغه د ماشومانو تلفات دوه چنده شوي او د ښځو تلفات په دریو کې دوو ته لوړ شوي دي د اندیښنې وړ خبره ده".

میرمن مبارز وایي چې د دغې ادارې د پرله پسې هڅو وروسته اوس د نړیوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کچه ډیره راکښته شوې ده .

میرمن مبارز وایي چې د ملکي تلفاتو ۹فیصده افغان او نړیوال ځواکونو په عملیاتو کې پیښ شوي دي.

میرمن مبارز افغان او نړیوال ځواکونه ستایي چې په خپلو عملیاتو کې یې د ملکي تلفاتو کچه ډیره راکمه کړي ده.

میرمن نیلاب مبارز وایي " د ۷۸ فیصدو نه زیات ملکي تلفات د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو له اړخه رامنځ ته کیږي".

مخالف وسلوال

د طالبانومشر ملا محمد عمر اخوند او د حکمتیارد اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د کوچني اختر په مناسبت په خپلو جلا پیغامونو کې خپلو وسلوالو ملاتړو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړو په وخت د ملکي خلکو ژوند ته لازمه پاملرنه وکړي.

د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو د یو ویاند له خوا په کابل کې رسنیو ته د طالبانو د مشر په استولي پیغام کې خپلو وسلوالو نه غوښتي دي چې د ملکي کسانو ژوند ساتلوته کلکه پاملرنه وکړي.

په دې پیغام کې راغلي " د جهادي عملیاتو په مهال باید د ولس د سر او مال پوره خیال وساتئ ترڅو خدای مکړه متضرر نه شي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ټاکل شوې اداره هم باید خپلې مهمې وظیفې ته په ټول جدیت سره متوجه اوسي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي"؛.

دا راز د طلبانو مشر په خپلو وسلوالو سړو غږ کړی چې خلکو سره دې د ښه چلند نه کار واخلي.

اسلامي حزب له خوا په کابل کې رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې د حکمتیار له خولې ویل شوي چې ملکي کسانو ژوند ته دې پاملرنه وشي.

دا بیان وایي " له داسې وسله والو عملياتو دې ډډه وشي چې په هغه كې ملکي وګړو ، د دولت ملكي مامورينو، ښوونكو، قاضيانو، ملايانو، انجنيرانو، ډاكټرانو، خبريالانو او نورو غير محارب كسانو ته صدمه رسیږي".

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مسئله یوه ډیره مهمه مسئله ده چې د اوږدو کلونو لپاره افغان حکومت په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو سره پرې د نظر اختلاف درلود.

جمهور رئیس حامد کرزي په څرکنده ویلي چې لویدیځ سره یې د اختلافاتو یوه لویه مسئله په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته د زیان د رسیدلو مسله وه.

ښاغلي کرزي امریکا غږ سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې هره ورځ چې د ملکي تلفاتو خبر اورې هغه ورځ یې په ارګ کې له نورو ورځو بده ورځ وي.

XS
SM
MD
LG