د لاس رسي وړ اتصالات

یان کوبش: د رائیو پلټنه د شنبې په ورځ بیا پیل کیږي


د ټاکنو د رائیو شمیرنه
د ټاکنو د رائیو شمیرنه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازي یان کوبش د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ددغه کمیسیون د رئیس احمد یوسف نورستاني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې په ترتیب شوې کړنلارو کې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي ترڅو پاکې رایې د ناپاکو رایو بیلې شي.

ښاغلي کوبش وویل "ترڅو دا یقیني شي هره تقلبي رایه به باطله کیږي او د افغانستان د خلکو هره پاکه رایه به وشمیرل شي او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک او دواړه کاندیدان یې غوښتنه کوي".

هغه د ټاکنو کمیسیون کړنې هم وستایلې تمه یې وښوده چې د رایو د بیا پلټنې بهیر به ژر بشپړ شي چې ورسره به په افغانستان کې ناڅرګند حالت پای ته ورسیږي.

ښاغلي کوبش وویل "په حقیقت کې هره بیاکتنه او هر کاڅرګند حالت د افغانستان په سیاسي او اقتصادي وضیعت باندې عمده منفي اغیزه پریباسي، دا یو ډیر حساس وخت دی چې د ټاکنو بهیر بشپړ شي اود هیواد نوی جمهور ریس د لوړې مراسم تر سره کړي".

ښاغلي کوبش زیاته چې د رایو د پلټنې کړنلارې د ډیرو ښو نړیوالو میعارونو له مخې ترتیب شوې دي.

هم ښاغلي کوبش او هم ښاغلي نورستاني وویل چې د شنبې په ورځ به د رایو د پلټنې بهیر له سره پیل شي.

ښاغلي نورستاني وویل چې ډیر نړیوال څارونکي کابل ته په لاره دي او که دوی دا وګني چې پوره شمیر نړیوال څارونکي شته د ټاکنو کمیسیون به د رایو د بیا پلتنې د ټیمونو شمیر په هر شفټ کې ۱۲۰ ته لوړ کړي تر څو ژر دا بهیر بشپړ شي.

هغه وویل چې د رایو د پلټنې ۱۶ ماده ایزه او د رایو د باطلولو ۱۲ ماده ایزه کړنلارې د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د موافقې په اساس ترتیب شوي دي او تمه دا ده چې هغوی به یې ومني.

ښاغلي نورستاني وویل "زه فکرکوم دواړو رهبرانو په دې باندې موافقه کړې او تخنیکي کسانو پس له ډیرو مذاکراتو چې د ملل متحد ټیمونو ددوی د تخنیکي ټیمونو سره درلودل او مونږ او تاسو په تلویزیونونو کې لیدل چې ددوی په منځ کې اختلاف نشته او بیا به کله کله ویل چې مونږ موافق نه یو خو په هرصورت په اصولو کې دوی کاملآ موافق دي".

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس وویل چې دا کمیسون د رایو د پلټنې لپاره ۱۱ ماده ایزه کړنلاره لرله، چې پنځه نورې مادې ورباندې ملګروملتونو ورزیاتې کړې چې اوس یې شمیر ۱۶ ته رسیږې همداشان د دغه کمیسیون د رایو د باطلولو لپاره څلور ماده ایزه کړنلاره لرله چې ملګروملتونو د کاندیدانو په ِغوښتنه په کې اته نورې مادې زیاتې کړي چې اوس یې شمیر ۱۲ ته رسیدلی دی .

ښاغلي نورستاني وویل چې د رایو د پلټنې او د رایو د باطلولو چارې به د همدغو کړنلارو له مخې تر سره شي.

په تیرو دریو اونیو کې د رایو د پلټنې د بهیر د پیلیدلو راوروسته تر اوسه درې ځلې دا بهیر ځنډیدلی دی.

تر اوسه لا د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د ملګرو ملتونو او د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د نننیو څرګندونو په باب غبرګون نه دی ښودلی خو د ښاغلي عبدالله عبدالله یو ویاند سید اقا فاضل سانچارکي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، دغه ټیم د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز چې د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی هم د دوی غوښتنو ته پکې په بشپړه توګه ځای ندی ورکړل شوی او دغه ټیم د ملګرو ملتونو په وړاندیز لا هم ملاحظه لري.

خو د ښاغلي اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم بیا وايي، چې دوی ملګرو ملتونو وړاندیز منلی دی.

XS
SM
MD
LG