د لاس رسي وړ اتصالات

دوسوو نه زیات نړیوال څارونکي د ټاکنو د پلټنې بهیر څاري


د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې د اروپایې ټولنې د ټاکنو د ارزونې د ټیم EU EAT په ګډون ددغې ټولنې څارونکي او هم د امریکا د غیر حکومتي ادارو نشنل ډیموکرت ېANFREL د ۲۰۰ نه زیات څارونکي به د رائیو د بیا پلټنې لپاره بشپړه نړیواله څارنه برابره کړي.

یوناما وایي چې کوم نړیوال څارونکي چې نن کابل ته راغلي، د ټاکنو په برخه کې د ملګرو ملتونو یو مسلکي کارپوه ښاغلی جیف فیشر هم شامل دې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبش ددغو څارونکو راتګ په افغانستان لا دمخه د میشتو نړیوالو او افغان څارونکو سره یو ځای کار د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د ټینګو ژمنو څرګندونه ګڼي.

ښاغلی کوبش وایي "دا د ټاکنو راوروسته د رامخې ته شوو ستونزو په هوارې کې د افغان د ادارو سره داعتبار وړ پلټنې په برخه کې د کاندیدانو عاجلې غوښتني ته د ددغه هیواد د نړیوالو ملګرو د ژورې لیوالتیا څرکندونه کوي تر څو د ډیرو ښو نړیوالو میعارونو له مخې او د نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې د پلټنې بهیر پرمخ لاړ شي".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوځانګړي استازي د دواړو کاندیدانو په ټاکنیزو دفترونو غږ کړې چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او د پلټنې په بهیر کې په ګډون سره د ددغې نړیوالې هڅونې نه ګټه پورته کړی.

د یوناما دا بیان وایي چې د جولاې د میاشتې په ۱۲ د افانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو داکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله موافقه وکړه چې د ټاکنو ددوهم پړاو د رایوبیا پلټنه به د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د نړیوالې ټولنې په بشپړه ګډون سره ترسره شي.

یوناما وایي چې د رایو بیا پلټنه به د نړیوالې څارنې لاندې د هغې کړنلارې له مخې چې دغې ادارې له خوا یې وړاندیز شوي وو او اړوندو اړخونو پرې موافقه کړي وه ترسره شي.

د رایو د پلټنې کړنلارې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دا کمیسون د رایو د پلټنې لپاره ۱۱ ماده ایزه کړنلاره لرله، چې پنځه نورې مادې ورباندې ملګرو ملتونو ورزیاتې کړې چې اوس یې شمیر ۱۶ ته رسیږې.

همداشان دغه کمیسیون د رایو د باطلولو لپاره څلور ماده ایزه کړنلاره لرله چې ملګرو ملتونو د کاندیدانو په غوښتنه په کې اته نورې مادې زیاتې کړي چې اوس یې شمیر ۱۲ ته رسیدلی دی.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د رایو د پلټنې او د رایو د باطلولو چارې به د همدغو کړنلارو له مخې تر سره شي.

د دې کړنلارې له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو سره سم د رایو د پلټنې او باطلولو واک لري.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کونینګهم په یو بیان کې ددغې کړنلارو د تصویب هرکلی کړی او د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه یې غوښتي دي؛ چې د رایود پلتنې په بهیر کې دې ګډون وکړي.

د امریکا سفیر په دغه بیان کې د روانې عیسوي میاشتې تر وروستیو د دغه بهیر د پای ته رسیدلو غوښتنه هم کړي ده.

د کاندیدانو دریځونه

که څه هم چې ملګرو ملتونو او د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د شنبې په ورځ د رایو پلټنې د بیا پیلدو لپاره پوره چمتوالې نیولې دی خو د جمهوري ریاست دیو کاندید ټاکنیز ټیم لا هم د رایود بیا پلټنې په بهیر ملاحظات لري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د رایو د باطلولو لپاره چې کومه کړنلاره وړاندې شوي جامع نه ده او په کار دي چې یو لړ بدلونونه په کې راوستل شي.

اوریا وایي " همدا اوس چې زه تاسې سره خبرې کوم په دې مسله د بیلابیلو اړخونو ترمنځ مذاکرات دوام لري که چیرې دا خبرې په ښه توګه تر سره شي د رایو په بیا پلټنه کې برخه به واخلو او که خبرې ښه پرمخ لاړې نشي نو ګډون به په کې ونکړو."

یو مسله چې دا ټیم پرې ملاحظه لري هغه د ټاکنو کمیسیون ته د رایو د باطلولو د پریکړې واک مسله ده.

دا ټیم غواړي د پریکړې واک د ملکرو ملتونو سره اوسې.

خو د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم د تخنیکي کمیټې ریس داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې دا ټیم به نه یوازې د شنبې په ورځ د رایو د بیا پلټنې په بهیر کې برخه واخلې بلکه له خپل سیال ټیم نه هم غواړي چې په بهیر کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG