د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د انتخاباتو ضرورت څه دی؟


ځینې رپوټونه وايي چې د عبداله طرفداران د انتخاباتو د نتیجو نه دې ته ترجیج ورکوي چې یا همدا اوسنی حکومت ادامه ومومي او یا موقت حکومت جوړشی.

دافغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدانو ویلي دي چې د انتخاباتو د نتیجې درناوی کوي او مني یې.

د افغانستان د محلي خبري منابعو د رپوټونو له قراره، د ډاکټرعبدالله عبدالله طرفدرانو په دې ورځو کې په دې مسلې څو ځلی بحثونه کړیدي چې د انتخاباتو د نتیجو نه دا غوره ده چې یا اوسنئ حکومت ادامه ومومي او یا موقت حکومت جوړ شي. مگر ددې ډلې ځنې نور غړي بیا ددې دواړو طرحو مخالف دي.

مونږه د اصلاحاتو او همپالنې د ډلی د غړي خیرالله ازاد سره مرکه وکړه چې آیا په دې ډلې کې دغسې بحثونه شویدي؟ که شوی وي، ولې دوی ته دغسې یو نظر پیدا شوی ځکه اول خو دوې په انتخاباتو تاکید کاوه.

ښاغلي خیراله آزاد وویل دا خبرې چې هر چا کړیدی ، خوشی تبلیغات کوي. دی وایی مونږه په انتخاباتو باور لرو، او د اصلاحاتو او د همپالنې د ډلی مشرانو، یواځې اوس نه، بلکه یو کال مخکې هم دا خبره کړیده چې هغه پروسه باید ادامه و مومې چې دیارلس کاله مخکې اخستل شویدي، یعنی افغانستان اساسي قانون لري، دوه ځلي یې پارلماني انتخابات کړیدي. نو دغه سلسله چې شروع شویده ، دا باید قطع نه شی، او هرڅه د قانون سره سم اجرا شي. هرڅوک چې انتخابات وگټي، هغه به جمهورریس وي او بله ډله به ورسره همکاري کوي.

د اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ټیم همدا خبره کوي. ددغه ټیم غړی صدیق پتمن وايي چې د انتخاباتو د نتیجو درناوی کوي ، تر هرڅه ورته د افغانستان سیاسي ثبات مهم دی، او دغه سیاسی ثبات باید په افغانستان کې د خلکو د سوکالۍ او آرامۍ متضمن وي.

سوال دادی چې که انتخابات د ملت د ارادې ممثل وي، او که انتخابات د سولی او امنیت د راوستو یوه لاره وي نو دغه سیاسي توافق ته څه ضرورت ؤ ، دغه سیاسي توافق یو شمیر خلکو ته ځنې سوالونه پیدا کړي دي؟

په دې هلکه بشپړ رپوټ دغلته اوریدلی شې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:13 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG