د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د لسګونو مخالفو وسلوالو د وژلو ادعا شوې


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي د افغان او ناتو ځواکونو په په ګډو عملياتو کې نهه شپته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي چې په هغو کې د شيرزادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او اته تنه پاکستاني طالبان هم شامل دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال آشنا راډيو ته وويل چې د تیرې ورځې له سهار شپږو بجو راهيسې تر اوسه ددې ولايت په خوګياڼيو او شېرزادو ولسواليو کې دافغان او ناټو ځواکونو ګډ هوايي او ځمکني عمليات روان دي.

دى وايي چې تر دې دمه په دې عملياتو کې د ٦٩ وسله والو طالبانو د وژل کیدو سربیره درې تنه نور یې زخميان شوي هم دي.

هغه وويل په دې عملياتو کې يواځې يوه ملکي ښځه زخمي شوې او گډو ځواکونو او بل هيڅ چاته زيان نه دى رسیدلى.

مشرقيوال وايي په دې عملياتو کې له هوايي ځواک هم کار اخستل شوې.

وسله والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

له بله پلوه د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان وايي چې دتیرې شپې راهيسې تر نن سهار اتو بجو پورې پر دانګام،شيګل او مرورې ولسوالۍ باندې د پاکستان له خاورې يو نوي توغندي ويشتل شوي چې کوم مالي او ځاني زيان نه لري.

هغه وايي چې ددې توغنديو ډېر شمېر پر دانګام ولسوالۍ لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG