د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د افغانستان خلک د ټاکنو پایلو ته سترګې په لاره دي


ارشیف
ارشیف

جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا بهرنیو جارو وزیر جان کېري سره په کتنه کې هغه ته ویلي چې د افغانستان خلک د ټاکنو د پایلو اعلان ته سترګې په لار دي او باید پایلې په همدې میاشت کې اعلان شي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې جمهور رئیس حامد کرزي نن سهار په ارګ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري سره وکتل.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دواړو لورو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رائیو د پلټنې د بهیر او ددغه بهیر د ژر تر ژره پای ته رسیدو په باب خبرې وکړې.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس کرزي په دغه کتنه کې په خپل دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د ټاکنو پایلو ته سترګې په لاره دي او غواړي چې د نوي جمهور رئیس د تحلیف مراسم ژر تر ژره ترسره شي.

جمهور رئیس وویل چې د انتخاباتو د پایلو د اعلان ځنډ پر حکومتي چارو، د هیواد پر اقتصادي او امنیتي وضعیت منفې اغیز کړی دی.

همداشان ښاغلي کرزي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو تروریستانو حضور او پر افغانانو تروریستي بریدونه هم زیات شوي دي.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو انتظار باید نور پای ته و رسیږي او د ټاکنو پایلې له ژمنې سره سم، د روانې عیسوي میاشتې (اګست) دننه اعلان شي.

ارگ وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ټاکنو د بهیر په باب خوشبیني وښوده او وې ویل چې د ټاکنو ټولې اړوندې چارې په سمه توګه روانې دي او دغه بهیر به په ټاکل شوي وخت پای ته ورسیږي.

د بلې خوا د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري تیره شپه د امریکا په سفارت کې د دواړو کاندیدانو او د هغوی مرستیالانو سره په جلا جلا غونډو کې د دوهم پړاو د ټاکنو په راوروسته حالاتو خبرې کړي دي.

خو د عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیمونه ددغو شویو خبرو په باب امریکا غږ ته د څه ویلو ډډه وکړه او وویل چې ټاکل شوې ددغو خبرو پایلې به نن څه وخت په یو ګډ خبرې کنفرانس کې اعلان شي.

خو دواړو ټاکنیزو ټیمونو دا ومنله چې عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره تیره شپه د کتنی دمخه د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله په کور کې د ټاکنو د تخنیکي او سیاسي مسلو خبرې کړي دي.

ددغو ټیمونو چارواکي وایي چې دواړو کاندیدانو دپنجشنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامې په باب هم سره خبرې کړې چې د اشرف غني احمدزي د ټیم له خوا یې وړاندیز شوی وو.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا وایي چې د اشرف غني احمدزي ټیم د شویو موافقو په هکله د یوې ګدې اعلامې غوښتنه کوله چې په مقابل کې ددوی ټیم ددواړو لورو ترمنځ په تخنیکي او سیاسي خبرو کې شوو توافقاتو لاسلیک کول غوښتل چې د پنجشنبې د ورځې خبرې پرته د موافقې پای ته ورسیدلې.

ښاغلي اوریا وایي " دامریکا د سفارت اود اتحادیه اورپا غوښتنه داسې وه چې کوم توافقات چې شوي د پرمختګ لپاره یې باید کار وشي، د ډاکټر اشرف غني د ټیم پشنهاد دا وو چې مونږ به یوه ګډه اعلامیه جوړه کړو اودابه نشر کړو، زمونږ له خوا ورته پشنهاد دا وو چې مونږ هغه سیاسي او تخنیکي توافقات چې کړي باید هغه امضآ کړو".

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن هم وایي چې که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ خبرې بې پایلو پای ته ورسیدې خو پتمن تمه لري چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر وروسته به بیا دواړه ټیمونه په خپلو کې په دې مسله خبرې ترسره کړي.

ښاغلی پتمن وایي چې مقابل ټیم ته یي وړاندیز دا وه چې افغانان په ځانله سر په خپل هیواد کې نه امنیت ټینګولې شي او نه هم سوله ټینګولې شي، او هم په ځانله سر د اقتصادي پرمختګ امکانات نشي برابرولی خو افغانان په هیواد کې د ښه حکومت کولو، قوانینو اصلاح او د ملي حکومت د جوړولو چاری پخپله ترسره کولې شي.

ښاغلي پتمن وویل " دا درې مسلې اقتصادي پرمختګ، امنیت او سوله مونږ ځانله نشو کولې پاتی مسلې د ښه حکومت کولو،د قوانینو اصلاح او په ملي حکومت خبرې دا هغه څه دي چې پخپله افغانان یي پخپله حل کولې شي"..

ښاغلي پتمن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره ددغه ټیم د خبرو لویه برخه هم همدا مسلې جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره په خبرو بوخت دی چې نن هم د شپږمې ورځې لپاره د دوهم پړاو د رایو د پلټنې بهیر دوام لري چې په ترڅ کې یې د پنجشنبې د شپې تر اتو بجو نږدې پنځه زره د رائیو صندوقونه بیا پلټل شوي دي.

XS
SM
MD
LG