د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا هواېي ځواک په عراق کې بریدونو ته دوام ورکړ


 د سپني ماڼي ویاند جوش ارنیسټ
د سپني ماڼي ویاند جوش ارنیسټ

د امریکا پوځ د عراق په شمال لویدیځ کې دوهم ځلي هوایي حملې کړي او د بې پیلوټه الوتکو او جنگي جیټ الوتکو نه یې کار اخیستی دی.

د پنټگان ویاند جان کربي د خبري کانفرنس پر مهال
د پنټگان ویاند جان کربي د خبري کانفرنس پر مهال

د پنټگان یو ویاند جان کربي وویل چې بې پیلوټه الوتکو پرون د جمعې په ورځ ایربیل ته نژدې د اسلامي دولت د ډلي په مبارزینو باندي حملې وکړې.

هغه وویل چې جنگي جیټ انو یې وروسته په سیمه کې په موټرو او د هاوانو په یو ځای باندي اته بمونه وغورځول.

ښاغلي کربي وویل چې د امریکا اردو دا هوایي حملې د دې دپاره کوي چې د ایربیل دفاع وکړي. په دې سیمه کې امریکایي نظامي کارکونکي د عراق د حکومت سره مرسته کوي.

د جمعې په ورځ سهار وختي د امریکا اردو ٢٥٠کیلوگرامه بمونه چې په لېزر رهنمایي کیږي د توپچي قواو په یوې قطعې باندي واچول.

په دغو توپونو سره په کردي قواو باندي چې د ایربیل دفاع کوي ډزي کیدلې.

د جمعي په ورځ د سپني ماڼۍ چارواکو وویل، په عراق کې د عیسویانو، او کردانو سخت بد حالت او مخ په خرابیدونکي وضیت د راپورنو راسیدل او دغه راز په شمالي عراق کې وسله والویاغیانو چې تیره اوني کوم پرمختگونه کړي ول هغه د ولسمشر اوباما د هغي پریکړي سبب وگرځیده چې پر عراق د هوايي بریدونو او نورو پوځي عملیاتو امر وکړي.

امریکاېې چارواکي وایی، په اصل کې یو شمیر لاملونه ول چې په اخره کې ولسمشر اوباما دې پریکړې ته اړ شو چې د امریکا جنگي الوتکو ته یې امر ورکړ چي په عراق کې د وسلوالو یاغیانو په مرکزونو برید وکړي او هغه زرگونو بی ځایه شویو خلکو ته چې د سنجار په غرنۍ سیمې کې یې پناه اخستې، د بار وړنکو الوتکو د لاری خوراکي توکي او اوبه ورسوي.

د سپني ماڼي ویاند جوش ارنیسټ وویل، لومړي دلیل چي ولسمشر دا پریکړه کړې هغه ددی اونۍ هغه راپورونه وو چې ولسمشر ولیدل چې وضیعت خورا سخت او مخ په خرابیدونکي دی.

هغه وویل "دغه راپورونه ډیر د خفگان وړ ول او یقینا په ولسمشر باندی یی اغیز وکړ چي د پوځي بریدونه امر ېې وکړي چي په دغه سیمه کي د بشري ماموریت سره هم مرسته وشي."

د اسلامي دولت وسله والو د شمالي عراق ډیري سیمې نیولي دي او په سیمې کې پراته عیسویان او کردان یې چې د یوې لرغونې یزیدي فرقې پورې مربوط دي، ویرولي دي. ددې فرقي په زرگونو کسانو سنجار غره ته پناه وړي چې هلته دوي د اوبو او خوراکي توکیو پرته د څو ورځو راهیسی پراته دي.

د عراق د یزدی فرقي اقلیتي ډله د اسلامي افراطیانو د خطر له وجې د سنجار په غرني سیمه کي پناه اخیستي
د عراق د یزدی فرقي اقلیتي ډله د اسلامي افراطیانو د خطر له وجې د سنجار په غرني سیمه کي پناه اخیستي

ښاغلي ارنسټ وویل، دوهم دلیل هغه استخباراتي راپورنه ول چې ولسمشر ته رارسیږي چې وسله وال یاغیان د عراق شمالي کردي ښار یربل خوا ته پرمختگ شروع کړی دی. په یربل کې د امریکا قونسگري او یو شمیر پوځي صلاح کاران موجود دي.

ښاغلي ارنسټ وویل "دي هم ولسمشر دی نتیجي ته ورسوي چي کیداسي سختو پوځي عملیاتو ته اړتیا وی چي هغه امریکاېې چارواکي چي دا وخت داربل په ښار کي دی د هغوي امنیت او خوندیتوب ډاډ من شي"

ولسمشر اوباما په سپني ماڼي کي په عراق کي بشري مرستو او هوايي بریدونو د امر ورکولو پر مهال
ولسمشر اوباما په سپني ماڼي کي په عراق کي بشري مرستو او هوايي بریدونو د امر ورکولو پر مهال

امریکایي چارواکي واېې، ولسمشر دا پریکړه له دی وجې هم کړې چې د عراق مشرتابه سره مرسته وشي چې داسې مثبت گامونه یی اخیستي چې د عراق نورو قومونو ته په حکومت کې ځای ورکړي.

امریکاېي چارواکي واېې نور هواېي بریدنه هم متوقع دی او زیاتوي چې اوس مهال د ولسمشر لخوا د پوځي بریدونو امر د درولو کومه نیټه نه ده ټاکل شوي.

د سپني ماڼي ویاند زیاتوي "ولسمشربه د هر هوایی برید کولو امر نه ورکوي، خو د ولسمشر پوځي قومندانانو او د پوځ د لوی درستیز تر منځ به د ځمکني حالت او د هغي ستراتیژي په اړه دوامداره مشوري وي چي دوي یی پرمخ وړي."

که څه هم ولسمشر د بریدونو د بندیدو کومه نیټه نه ده ټاکلې خو هغه په دې خبري ټینگار وکړ چې امریکا به په عراق کې اوږد مهاله پوځي جگړې ته بیا ور ونه دانگي او په وار وار یې ویلي چې هغه به د امریکا پوځي ځواک بیا عراق ته ونه لیږي.

دا ورستي هوايي بریدونه او بشري مرستې چې د هوا د لارې رسول شوي د عراق د حکومت په بلنه شوي.

ولسمشر اوباما وویل هغه د عراقیانو څخه دا توقع لرې چې دغه بحران ته د حل یوه لار پخپله پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG