د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان د بریدونو د دفع کولو امر وکړ


د افغانستان د امنیت ملي شورا د ولسمشر حامد کرزي په مشرتابه نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې په خپل ټول قوت سره د پاکستان او د هغه هیواد اړوند ځواکونو هر ډول مداخله کوونکي خوزښتونه وځپي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د دا ډول اقدام امر کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پنځه تنه تبعه د ننګرهار ولایت د حصارک په ولسوالۍ کې ونیول شول.

افغان امنیتي ځواکونه وایي چې دغو پنځو تنو د طالبانو د ویجاړونکي فعالیتونه رهبري کول.

د افغانستان حکومت پخوا هم د پاکستان د استخباراتو اداره او پوځ په افغانستان کې د ناامنیو په رامنځ ته کولو تورن کړي او څو ځله یې د هغه هیواد سفیر احضار کړی دی.

یو تازه پرمختګ کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر ابرارحسین د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د نه پابندۍ، د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو شورشیانو د لارښونې او مشورې لپاره د پاکستاني پوځیانو او سلاکارانو شتون، او د افغانستان په سرحدي کلیو باندې د پاکستاني توپخانې د بریدونو په اړوند احظار کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ملي امنیت د بنسټونو پر ضد د افغانستان د حکومت دغه ادعاګانې "په ژوره توګه ویرونکي" ګڼلي او هره یوه ذکر شوې ادعا یې رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه د ترهګرۍ پر ضد د هغه هیواد د بشپړې پابندۍ څرګندونکې ده او ترهګري یې د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن عنوان کړی دی.

د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د شورا په اعتراضونو انتقاد کوي او وایي چې دا ډول څرګندونې یواځې د سولې او ثبات دښمنانو ته ګټه رسوي او د دواړو ګاونډیو هیوادونو د دوستانه اړیکو لرلید کمزوری کوي.

پاکستان تل د سخت دریځو څخه د هغه هیواد د پلوۍ په هکله انتقادونه رد کړي، خو د طالبانو رهبران او ددې ډلې پورې تړلي کسان د پاکستان په سرحدي سیمو کې اوسیږي او یو شمیر یې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په بریونو کې تلف شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG