د لاس رسي وړ اتصالات

کننګهم:کاندیدان دې د ملي یووالي په حکومت خبرې وکړي


 د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کننګهم
د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کننګهم

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کننګهم په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ملي یووالي د حکومت په سر د کاندیدانو ترمنځ د خبرو په تړاو زیات جزئیات نه لري، چې پیل شوي او که نه.

خو هغه وویل چې دواړه کاندیدان دې ژر د ملي یووالي د حکومت لپاره په خپلو کې یو چوکاټ رامنځته کړي، دمخه تر دې چې معلومه شي چې کوم یو به یې ولسمشر شي.

ښاغلی کننګهم وايي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په وروستي سفر کې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ترمنځ پدې موافقه وشوه چې نوی ولسمشر به د اګسټ د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې لوړه وکړي او نړیواله ټولنه تمه لري، چې نوی ولسمشر به د سپټمبر په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون هم وکړي.

ښاغلي کننګهم وویل ‪"‬لکه څرنګه چې ما وویل، دا به د افغانستان لپاره یو فرصت واوسي، چې یو افغانستان یو جمهور رئيس ولري، چې هغه زمونږ سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، او د راتلوونکي لپاره زمونږ سره د امنیتي ملګرتوب لپاره وضاحت رامنځته کړي او بیا د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ویلز ته لاړ شي، او پدې توګه یو ځل بیا افغانستان د ناټو او د ناټو له متحدینو سره ونښلوي. هغوی چې افغانستان سره د اړیکو د ساتلو غوښتونکي دي.‪"‬

د امریکا سفیر زیاته کړه چې د ټاکنو د بهیر د پرمخ بېولو لپاره اوس واضحه تګلاره وجود لري او د دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي دنده ده چې د ملي وحدت د حکومت د ایجادولو په هدف په څو اونیو کې یو چوکاټ تیار کړي.

ښاغلي کننګهم وویل د ملي وحدت د حکومت د جوړولو موضوع د امریکا له لورې طرحه شوې نده، بلکې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو مسئله د دواړو کاندیدانو له بحثونو راپورته شوې ده.

ښاغلي کننهګم د اجرائيوي پوست د رامنځته کولو مسئله هم د کاندیدانو وګڼله او ووېل چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ګډې همکارۍ روحیه وجود لري.

دا چې لا هم د کاندیدانو ترمنځ د جرائیوي رئيس د پوست د کارونو او وظایفو په تړاو وضاحت نشته، ښاغلي کننګهم وویل ‪"‬په څرګنده دا یوه د هغو مسئلو نده، چې په کار دي کاندیدان پرې وغږیږي، چې نوی حکومت څنګه کار وکړي، خو د سیاسي چوکاټ نه څرګنده ده چې اجرائیوي رئيس به د جمهور رئیس په فرمان ټاکل کیږي او هغه به جمهور رئيس ته مسؤل واوسي.‪"‬

سفیر کننګهم له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په تړاوو وویل، کله چې نوی ولسمشر واک ته ورسیږي نو دغه تړون به لاسلیک کړي او ترڅنګ به د نړیوالې ټولنې سره د ګډې همکارۍ نوي پروګرامونه رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG