د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې یو پولیس خپل قوماندان وژلی


ارشیف
ارشیف

د کندهار ولایت امنیتي چارواکې وایي چې د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان تیره شپه ددغې ولسوالۍ د یو پولیس له خوا چې د هغه یو نږدې همکار وژل شوی او قاتل له سیمي څخه تښتېدلی دی.

پېښه تیر شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ په مرکز کې شوې او په پېښه کې د پوليسو دوه نور منصبداران هم وژل شوي

د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند غورځنګ افریدي امریکاغږ ته وويل چې د ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن ښایسته خان او د هغه یو ساتونکي هغه مهال، د هغه د یو بل همکار له لوري ووژل شول، کله چي د دوی ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه .

ښاغلی افریدی وایي چې د ولسوالۍ د پولیسو د ټولي مشر محمدرضا چي د امنیه قوماندان قاتل دی له پېښې څخه وروسته له سیمي څخه وتلی، خو پوليس يې د نیولو په هڅو بوخت دي .

ښاغلی افریدی وایي " لومړني معلومات ښيي چې پېښه د ناسم پوهاوي له کبله رامنځ ته شوې، خو زموږ تحقیقات دوام لري او برید کونکی چې د پوليسو د ټولي مسئول دی تر پېښې وروسته تښتېدلی".

هغه وايي چې پېښه د یوې امنیتي ګزمي پر مهال رامنځ ته شوې، خو د اصلي انګېزې د څرنګوالي لپاره يې پوليسو تحقیقات پیل کړي.

بلخوا د سپین بولدک د پوليسو ځینې سرچينې وايي چې د پوليسو خپل منځي نښتې یو نیم ساعت دوام وکړ چې وروسته د سرحدي پوليسو په مداخلې سره پای ته ورسیدله.

دا په تیرو ۳ اونیو کې د کندهار د والسوالیو له قومندانانو څخه دوهم تن دی چې وژل کیږي

تر دې مخکې د ریګستان امنیه قومندان بسم الله خان له خپلو پنځو ملګرو سره ، د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG