د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږ زرو صندوقونو ځانګړې پلټنه سبا ته پیل کیږي


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د رائیو د نورو زرګونو صندوقونو نه ددغو شپږ زرو صندوقونو د بیلولو او د رائیو د شمیرلو د هنګرونو وروستۍ برخې ته ددغو صندوقونو د انتقالولو کار چې تیر ماښام پیل شوی نن به هم دوام ومومي.

ښاغلي نور وویل "تیره شپه د دواړو کاندیدانو استازو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د کارکوونکو سره یو شمیر صندوقونه په نښه کړل او نن هم کار پرې روان دې چې د ګودام وروستۍ برخې ته صندوقونه وړل کیږي او بیا به یې پلټنه کیږي، ددې امکان شته چې سبا ته د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د نړیوالو او ملي څارونکو په وړاندې ځانکړې پلټنه پرې تطبیق کړي".

ښاغلي نور وویل هڅه به وشي چې د رائیو د پلټنې ددغه ځانګړې بهیر ترڅنګ د رائیو د پلټنې عادي بهیر هم دوام ومومي.

د رائیو د بیا پلټنې د کړنلاره چې د چک لست په نوم یادیږي، د ۱۶ مادې له مخې که صندوقونه داسې نتایج ولري چې د نړیوالو ډیرو ښو معیارونو له مخې د ځانګري پلټنې غوښتنه وکړي ( د مثال په توګه کله چې د لومړي او دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو ترمنځ ستر تفاوت موجود وي) چې په دغسې یو حالت کې دا ډول صندوقونه د نړیوالو او افغان څارونکو او د کاندیدانو د استازو د ځانګړې پاملرنې وړ کړځي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ د یوې موافقې له مخې هر کاندید د خپل مقابل لوري د دریو زرو صندوقونو یو لست برابرکړي چې دواړه ټاکنیز ټیمونه پدغو صندوقونو کې په اچول شوو رائیو د ډیرو درغلیو شک لري.

ښاغلي نور د عادي پلټنې د بهیر سره د ځانګړې پاملرنې لاندې د پلټنې د بهیر د توپیرپه باب وویل چې ځانګړې پاملرنې له مخې پلټنه په کار ده چې په ډیر احتیاط او د نړیوالو او افغان څارونکو د مخامخ څارنې لاندې ترسره شي.

هغه وویل "په ځانکړې توګه د شپږزرو صندوقونو د رائیو د بیا شمیرلو هدف د چک لست د ۱۶ ماده ده، چې په جدي ډول په دغو صندوقونو تطبیق شي".

د رائیو د باطلولو لړۍ

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د رائیو د پایلو، چک لستونواو پایلو د جدولونو د جمع کولو بهیر پرانسته چې ورسره د رائیو د باطلولو کار لپاره هم لاره پرانستل شوه.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې ددغه بهیر د پیل وروسته به هره ورځ چک لستونه په دغه سیستم کې اچول کیږي او پایلې به یې د افغانستان خلکو سره د رسنیو له لارې شریکې کیږي.

دوو اونیو کې د پلټنې بشپړیدل

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د شپږ زرو صندوقونو د رائیو د پلټنې کار په داسې حال کې پیل کړی چې جمهور رئیس حامد کرزي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانکړې استازي سره د پنجشنبې په ورځ په کتنه کې په راروانو پنځلس ورځو کې د دوهم پړاو د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښته کړي ده.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د رائیو روان بهیر به تر هغې نیټې بشپړ شي او که نه؟

خو په اوس وخت کې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون یوازې دومره وایي چې د رائیو د پلټنې د بهیر بشپړیدل ډیر زیات د کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو د کړونو پورې اړه لري که چیرې هغوی په کوچنیو مسلو د پلټونکو وخت ضایع نه کړي نو د رائيو د پلټنې کار به څو نورې اونۍ وخت واخلې.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید آقا فاضل سنچارکي امریکا غږ ته ویلي چې دا ټیم دا ګڼي چې دا کار په دوو اونیو کې ممکن نه دی.

ښاغلی سنچارکي وایي " اصلآ دا امکان نلري چې مونږ یو ځانګړې وخت د پلتنې د پای او د وروستیو پایلو د اعلان لپاره وټاکو دواړه ټیمونه چې په کنټنیټل هوټل کې د ملي وحدت د حکومت په جوړولو خبرې کوي په همدې نظر دي".

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم ته نږدې منابع هم د رائیو د پاته صندوقونو پلټنه په دوو هفتو کې ممکن نه بولي.

پلټل شوې رایې

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د پنجشنبې په ورځ ۴۸۵ د رائیو صندوقونه پلټل شوي چې ورسره د پلټل شوو رائیو د صندوقونو شمیر ۸۸۶۷ ته رسیدلی دی.

د دوهم پړاو د ټاکنو په ورځ ټول ۲۸۲۸ صندوقونه کارول شوي وو چې تراوسه پلټل شوي صندوقونه ددغه شمیر نږدې ۳۹ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG