د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:د روسي نظامې کاروان اوکراین ته ننوتل نشو تاییدولای


د روسي نظامې موټرو کاروان د اوکراین سرحد ته نږدی د گزمي پر مهال
د روسي نظامې موټرو کاروان د اوکراین سرحد ته نږدی د گزمي پر مهال

سپینه ماڼۍ وایي چې هغه رپوټونه نه شي تاییدولای چې وایي د یوکراین پوځیانو د روسیې د نظامي موټرو هغه کاروان تباه کړی دی چې ختیځ یوکراین ته داخل شوی و.

د سپنې ماڼې یوې ویاندې کېټلین هېډن، پرون د جمعې په ورځ وویل چې چارواکي په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو باندي کار کوي. هغې وویل چې امریکا په یوکراین کي د روسیې د پرله پسې مداخلو له کبله اندېښمنه ده.

پنټگان وایي چې د روسیې د دفاع وزیر سیرگي شوی گو، د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل ته ډاډ ورکړی دی چې د موټرو په هغه کاروان کې چې بشري مرستې بار دي او د یوکراین په سرحد کې یې تفتیش شوي دي، هیڅ روسي سرتیري پکښي نه شته.

د پنټگان د رسینو مشر جان کربي پرون د جمعې په ورځ وویل چې دواړو وزیرانو د جمعې په ورځ په تلیفون کې د یوکراین د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کربي وویل چې هیگل ددغه کاروان په اړه توضیحات وغوښتل او د روسیې د دفاع وزیر هغه ته ډاډ ورکړ چې په هغه کې روسي عسکر نه شته او دا کاروان په یوکراین کې د روسیې د زیاتې مداخلې لپاره کومه پلمه هم نه ده.

د پنټگان ویاند دا هم وویل چې د روسیې ددفاع وزیر ورته ویلي دي چې ددې کاروان مواد به د نړیوالي ادارې سره صلیب تر نظارت لاندي تسلیم شي.

له بلي خوا روسیې هغه رپوټونه رد کړي دي چې وایي د روسیې یو شمېر نظامي موټر د پنجشنبې په ورځ ختیځ یوکراین ته داخل شوي او د یوکراین د سرتیرو له خوا له مینځه وړل شوي دي.

د روسیې د دفاع د وزارت یوه ویاند وویل چې د روسیې د نظامي موټرو هیڅ کوم کتار لکه څنگه چې کیف یې ادعا کوي یوکراین ته نه دی داخل شوی.

اروپا اتحادیې عراقي کردانو ته وسلې ورکړل منلی

اروپایي اتحادیې موافقه کړې چې د دغه اتحاد د انفرادي غړو هیوادونو هغه فیصله به قبوله کړي چې عراقي کردانو ته چې د داعش د ډلي د مبارزینو سره جنگیږي وسلې ورکړي.

له بلي خوا ملگرو ملتونو په هغو شپږو کسانو باندی بندیزونه لگولي دي چې په عراق او سوریه کې دغي ډلي ته سړي استخداموي او مالي مرستي ورسره کوي.

د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د جمعې په ورځ په بروکسیل کي اضطراري غونډه وکړه
د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د جمعې په ورځ په بروکسیل کي اضطراري غونډه وکړه

واشنگټن ویلي، هواېې بریدونو د اقلیتي ایزدی فرقي په زرگونو کسان ژغورلي دی.

د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د جمعې په ورځ مخکي له دې چې په بروکسیل کې بېړنۍ غونډه وکړي دا فیصله وکړه او د عراق په بحران کې د مداخلې په اړه یې په خپله پالیسي کې لوی بدلون راوست.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلېپ همانډ وویل چې په عراق کې د اسلامي دولت مبارزینو چې د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې یې زیاتې سیمې نیولي دي، سیمه، اروپا او تمدن یې له گواښونو سره مخامخ کړي دي.

فرانسې لا مخکي د کردانو په وسله وال کولو پیل کړی دی، او برتانیې او نیدرلینډ ویلي دي چې دوی به هم په دې اړه چې دا کار وکړي غور وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاینمایر وویل چې « جرمني به هر هغه څه وکړي چې قانوني او ممکن وي.»

XS
SM
MD
LG