د لاس رسي وړ اتصالات

نن د شپږ زرو صندوقونو د رائیو بیا شمیرل پیل شول


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ځانګړې پاملرنې لاندې د شپږ زرو صندوقونو د رائیو بیا شمیرل نن سهار د کاندیدانو د استازو، ملګروملتونو او نړیوالو او افغان څارونکو تر څارنې لاندې پیل شول چې مدیریت یې ددغه کمیسیون په غاړه دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددغه بهیر ترڅنګ په عادي بڼه هم د رائیو د صندوقونو پلټنه دوام لري.

ښاغلي نور وویل "د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له لوري چې تاسو او د افغانستان خلکو سره د وعده شوي وه نن د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د شپږ زرو صندوقونو د رائیو د بیا شمیرلو لړۍ د کاندیدانو د استازو او نړیوالو او افغان څارونکو په وړاندې پیل کړه".

هغه وویل چې په اوس وخت کې د ځانګړې پاملرنې لاندې د رائیو د صندوقونو د بیا شمیرلو کار په هرشفټ کې د ۲۴ ټیمونو له خوا پرمخ وړل کیږي چې ژر به داشمیر په هر شفټ کې ۵۰ ټیمونو ته لوړ شي.

ښاغلي نور د عادي پلټنې د بهیر سره د ځانګړې پاملرنې لاندې د پلټنې د بهیر د توپیر په باب وویل چې دا پلټنه د ځانګړې پاملرنې له مخې په ډیر احتیاط او د نړیوالو او افغان څارونکو په مخ کې ترسره کیږي او هم په صندوقونو کې پرتې رایې بیا له سره شمیرل کیږي.

هغه زیاته کړه "په ځانکړې توګه د شپږزرو صندوقونو د رائیو د بیا شمیرلو هدف د چک لست ماده ده، چې په جدي ډول په دغو صندوقونو تطبیق کیږي".

د رائیو د بیا پلټنې د کړنلارې ۱۶ ماده چې د چک لست د ۱۶ مادې په نوم یادیږي، که صندوقونه داسې نتایج ولري چې د نړیوالو ډیرو ښو معیارونو له مخې د ځانګرې پلټنې غوښتنه وکړي ( د مثال په توګه کله چې د لومړي او دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو ترمنځ ستر تفاوت موجود وي) چې په دغسې یو حالت کې دا ډول صندوقونه د نړیوالو او افغان څارونکو او د کاندیدانو د استازو د ځانګړې پاملرنې وړ کړځي او په ځانګړي توګه پلټل کیږي.

تیره اونۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د یوې موافقې له مخې هر کاندید د خپل مقابل لوري د رائیو هغو دریو زرو صندوقونو لست د ټاکنو کمیسون ته وسپاره چې د کاندیدانوټاکنیز ټیمونه شک ښیي چې پدغو صندوقونو کې په اچول شوو رائیو کې به ډیره درغلۍ شوي وي.

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو چارواکي هم وایي چې د ځانکړې پاملرنې لاندې د رائیو د شپږ زرو صندوقونو پلټنه نن سهار پیل شوه چې که د پلټنې په بهیر کې جدي ستونزې رامخ ته نه شي نو دا پلټنه به تر یوې اونۍ بشپړه شي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم د تخنیکي ټیم رئیس داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې د پلټنې کار د تمې په خلاف ورو پرمخ ځي.

ښاغلي سلطانزوی د بهیر د ځنډني پرمختګ علت د نوي چک لست په اساس د صندوقونو پلټنه او د صندوقونو د پلټنې لپاره د ټاکنو په کمیسیون کې د ځای کموالی ښوده په راروانو ورځو کې یې د بهیر د چټک پرمختګ هیله وښوده.

ښاغلي سلطانزوی وویل "هیله ده چې بهیر ګړندی شي، سیاسي موارد په کې شامل نه شي او بهیر په تخنیکي بڼه یې په پرمخ لاړ شي".

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند مجیب الرحمان رحیمي هم امریکا غږ ته وویل چې ددغو صندوقونو پلټنه ددوی د ټیم یو اساسي غوښتنه وه.

ښاغلي رحمیي وویل چې ملګروملتونو ته یې د وړاندیزونو په ډله کې د مقابل ټیم د درې زرو صندوقونو د پلټنې وړاندیز تر ټولو مهم وړاندیز وه.

ښاغلي رحیمي وویل "مونږ د بهیر له پیله راضي یو او هیله لرو چې ددغه بهیر په پلې کیدلو به اکثره شوې درغلۍ څرکندې شي".

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د جمعې د سهار د اوو بجو نه د جمعې د شپې تر اتو بجو پورې ۵۱۱ د رائیو صندوقونه پلټل شوي چې ورسره د پلټل شوو رائیو د صندوقونو شمیر ۹۳۷۸ ته رسیدلی دی.

د دوهم پړاو د ټاکنو په ورځ ټول ۲۸۲۸ صندوقونه کارول شوي وو چې تر اوسه پلټل شوي صندوقونه ددغه شمیر نږدې ۴۱ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG