د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت:درې هندي‌ انجنیران مو د طالبانو له منګولو ژغورلي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کابل - لوګر په لویه لار یې درې تنه هندي انجنیران د جمعې په شپه د وسله والو طالبانو له منګولو ژغورلي دي.

دغه ریاست په یوې خبرپاڼه وايي چې د هند اتباع هر یو د انیوني ګنګادر، کورما یوسفر او بدوګنګادر نومیدل او په افغانستان کې د او ،ای ایس ،آې ایس په نوم یو شرکت سره کار کوه او هغه مهال د تښتونکو لخوا برمته شول چې د لوګر نه کابل ته په لاره وو.

د ملي امنیت اداره وايي چې دغه درې تنه هندیان د لوګر ولایت د تنګي واغجان په سیمه کې د تیرې چهارشنبې په ورخ برمته شوي وو او ټاکل شوې وه چې د میدان وردک ولایت له لارې د پاکستان کوټې ښار ته ولیږدول شي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې د دوی کشفي ارګانونو ددغې پیښې په هکله خبر ترلاسه کړ او سمدلاسه یې د لوګر ولایت په بابوس سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې دا انجینران د طالبانو له منګلو څخه خلاص کړل.

د ملي امنیت ریاست ویلي چې د دغو انجینرانو د تښتونې په تور یې یو کس نیولی دی او ورڅخه پوښتنې روانې دي.

د ملي امنیت ادارې له ټولو بهرنیو وګړو څخه غوښتي کله چې په لویو لارو کې سفر کوي باید د اړوندو سیمو او ولایتونو چارواکي په جریان کې وساتي تر څو له دغه راز پیښو څخه مخنیوی وشي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پیښې په هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناامنیو پیښې زیاتې شوي چې له امله یې یو ولایت نه بل ولایت ته د ځمکې له لارې د مرستې رسونې ادارو افغان او بهرنيو کارکوونکو پر وړاندې ډیرې ستونزې را ولاړې شوي دي.

په دې وروستیو اونیو کې په هرات کې هم د هند یو اوسیدونکې د وسله والو لخوا د ټوپک په زور تښتول شوی وو.

د افغانستان د چارو اکثره سیاسي شنونکي په افغانستان کې د مرستې رسونې په کار کوونکو په ځانګړي ډول د هند په اوسیدونکو بریدونه د هند د سیال هیواد د پاکستان د استخباراتو د ادارې کړنې ګڼي او وايي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخینوي لپاره دغسې اقداماتو له مخه کوي.

خو پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې لاس لرولو په باب ادعاوې بې اساسه بللي دي.

XS
SM
MD
LG