د لاس رسي وړ اتصالات

کنینګهم: د ټاکنو په باب وړاندوینې زیانونه هم لرلی شي


 د سفیر جیمز کنینګهم سره د خبریال رحیم ګل څاروان د مرکې یوه څنډه
د سفیر جیمز کنینګهم سره د خبریال رحیم ګل څاروان د مرکې یوه څنډه

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جیمز کنینګهم وایي په دیموکراتیکو ټولنو کې ټاکنې تل ګټونکي او بیالیدونکي لري چې په کار دي ټول دا اصل ومني.

سفیر جیمز کنینګهم د امریکا غږ د خبریال رحیم ګل څاروان سره په ځانګړي مرکه کې د بلخ د والي استاد عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي چې د ټاکنو په باب وړاندوینې ضرر پیښولی شي.

سفیر کنینګهم وایي " ما هڅه وکړه چې هغه ته د نوي جمهور رئیس نه د افغانستان د خلکو د پراخه ملاتړ د اړتیا یادونه وکړم، د افغانستان د خلکو د هوساینې په برخه کې او همدارنګه د یو داسې شریکباڼي په توګه چې نړیواله ټولنه ورسره کاروکړي. د امریکا متحده ایالات او د افغانستان نړیوال ملاتړي غواړي چې دا وویني چې نوي جمهور رئیس د یو بااعتباره تفتیش د بهیر له لارې رامخې ته شي او هم جمهور رئیس پراخه ملاتړ ولري، همداشان ډیره مهمه ده چې د افغانستان د هغو خلکو ملاتړ ولري چې ورته یې رایه نه ده ورکړې".

د امریکا سفیر وویل چې د دوو کالو را په دیخوا دی د افغانستان د سیاسي مشرانو سره په دی غږیږي چې هغوی د ټاکنو سیاسي رقابت ته پاملرنه ونکړي بلکې د ټاکنو وروسته د افغانانو یووالي ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي کنینګهم د بلخ د والي سره د خپلې وروستۍ کتنې په باب وویل په دې کتنه کې یې هڅه کړې چې والي عطا محمد نور ته دا ووایي چې د ټاکنو په باب وړاندوینې زیانونه هم لرلی شي.

ښاغلی کنینګهم وایي "ما هغه ته وویل چې زه فکر کوم دا ډول بیانونه او وړاندوینو خپرول به خطرناک اوسي چې که چیرې ټاکنې په هغه لورې چې والي عطا او یا بل څوک فکر کوي لاړې نه شي نو زورزیاتی او د ودانیو نیول او دې ته ورته اقداماتو یادونه په کې کیږي ".

سښاغلي کنینګهم وویل چې په دیموکراسۍ کې یو يې ګټي او یویې بایلي خو مهمه داده چې ګټونکی د هغو خلکو سره هم وغږیږي چې د هغه نه ملاتړ نه کوي .

د امریکا سفیر وویل په اوس وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان په همدې کار بوخت دي.

د رائیو پلټنه

په کابل کې د امریکا سفیر د دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو د پلټنې د روان بهیر په باب ډاډ څرګند کړ وویل هڅه روانه ده تر څو دا بهیر ددې میاشتې تر پایه بشپړ شي اونوي جمهور رئیس د روانې عیسوي میاشتې تر پایه لوړه وکړي.

خو ښاغلي کنینګهم وویل لکه څنګه چې دوی هیله لرله د رائیو د پلټنې کار هغسې پرمخ لاړ نشو او علت یې هم د بهیر پیچلتیا او وسعت دی.

هغه وویل چې اوس هم هیله داده چې دا بهیر د میاشتې تر پایه بشپړ شي او نوي جمهور رئیس لوړه وکړي او د ناټو د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې چې دسپتامبر په لومړیو ورځو کې په برتانیا کې جوړیږي برخه واخلي.

ښاغلي کنینګهم وویل که چیرې نوی جمهور رئیس د ناټو په سرمشریزه کې ګډون ونکړي نو دا به د افغانستان د نوي جمهور رئیس لپاره د یو فرصت له لاسه وتل اوسي ځکه که ګډون وکړي هغه به د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په استازیتوب برخه واخلی او افغانستان به د نړیوالې ټولنې سره بیرته ونښلوي.

ښاغلی کنینګهم وایي "هغه څه چې زه یې لیدل غواړم د نوي جمهور رئیس لوړه کول، د امنیتي تړون لاسلیک او د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وخت ډیر تنګ دی خو دا به تر ټولو ښه چارې اوسې چې تر سره شي".

د امریکا سفیر وویل چې د افغانستان خلک هم غواړي چې د ټاکنو بهیر چې اوږد وخت یې واخیست پای ته ورسیږي او نوي جمهور رئیس لوړه وکړي.

هغه وویل چې ملګري ملتونه د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د ټاکنو د رائیو د پلټنې د بهیر سره همکارۍ کوي ترڅو دا بهیر ژر بشپړ شي.

ښاغلی کنینګهم وایي " مونږ هرڅه چې په توان کې لرو هڅه کوو تر څو د پلټنې بهیر ګړندې شي همدارنګه ددواړو کاندیدانواود دواړو ټیمونو ترمنځ سیاسي بحثونه هڅوو ترڅو دغه هدف ته ورسیږو که ومو نشوکړلې یو فرصت به له لاسه ورکړو خو دا ممکنه ده".

امنیتي ټرون

د امریکا سفیر د افغانستان د نوي جمهور رئیس له خوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي ټړون د لاسلیک په هکله وویل چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ورته ویلي دي چې واک ته د رسیدلو وروسته د امنیتي تړون لاسلیک به یې په مخ کې د پرتو کارونو په سر کې ځای ولري.

د امریکا سفیر د ناټو د سرمنشي د هغه خبرداري په باب له تبصرې ډډه وکړه چې په کې هغه د رویټر خبرې اژانس ته ویلی دي چې که د ټاکنو لانجه ژر هواره نه شي او نوی جمهور رئیس د امریکا سره امنیتي ټړون لاسلیک نه کړي نو ناټو به ژر افغانستان نه د خپلو ټولو عسکرو د وتلو پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG