د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا:پاکستان وسلوالو ته وسلې او پیسې ورکوي


د کنړ ولایت د ناړې ولسوالۍ یو سرحدي پوسته (ارشیف)
د کنړ ولایت د ناړې ولسوالۍ یو سرحدي پوسته (ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا په پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو تور لګولی او ویلي دي چې ددغه هیواد د استخباراتو اداره د افغان حکومت مخالفو وسلوالو ته وسلې او پیسې ورکوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوتاتي دفتر په یو بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د استخباراتو اداره د ډیورنډ د کرښې په هغې غاړې کې میشت قومونه په افغانستان کې د افغان حکومت په خلاف جګړي ته هڅوي.

دا بیان وایي چې د افغانستان د دفاع وزیر د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې د ورځې غونډې ته وویل چې د پاکستان د استخباراتو اداره د یو نوي "ورانکارۍ "د پروګرام له مخې د ډیورنډ د کرښې د هغې غاړې د قومونو له منځه یو شمیر کسان د دیرش زرو پاکستاني کلدارو د میاشتنې معاش په بدل کې افغانستان ته د جګړي لپاره رالیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان د استخباراتو د ادارې دا ډول هڅې د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته د میشتو قومونو ترمنځ د یوالي او د افغانستان د ثبات لپاره خطرناکي بللې او مربوطه ادارو ته یې ددغه پلان په وړاندې د جدي اقداماتو د ترسره کولو امر کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په بیان کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې د پاکستان ددغو اقداماتو په باب دې افغانان خبر کړل شي.

د افغانستان ملي امنیت شورا دا څرکندونې په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان امنیتي ادارو په یو شمیر ولایتونو کې په افغان امنیتي ځواکونو د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو د بریدونو په بڼه کې د بدلون په باب رپوټونه ورکړي او ویلي دي چې د افغانستان په سرحدي ولسوایو او امنیتي پوستو په ډله ایزو بریدونو کې د افغان حکومت مخالفو وسلوالو سره په زیات شمیر پاکستاني وسلوالو هم برخه اخیستی ده.

د افغان امنیتي ادارو چارواکي وایي چې دوی ددغسې ګډو بریدونو سره د هلمند، کنړ، ننګرهار کندهار، زابل، غور، فاریاب او لوګر په ولایتونو کې مخ شوي دي.

د هلمند ولایتي چارواکو د دوشنبې په ورځ په لشکرګاه کې خبریالانو ته وویل چې طالبان ددغه ولایت په مرکزي او جنوبي ولسوالیو باندې د یو بل پراخه برید لپاره چمتوالی نیسي.

د هلمند والي محمد نعیم بلوچ خبریالانو ته وویل چې داسې معلومات یې ترلاسه کړی چې له مخې به یې ډیر ژر طالبان په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې پراخه عملیات پیل کړي.

دغه خبرې کنفرانس ته د هلمند ولایت امنیتي چارواکو وویل چې ددغه ولایت د شمالي ولسوایو د تیرو دوو میاشتو په عملیاتو کې د جګړي دواړو خواته د سر د زیات زیان سربیره ملکي کسانو ته هم زیاته مرګ ژوبله رسیدلی ده.

د افغانستان حکومت پخوا هم د پاکستان د استخباراتو اداره او پوځ په افغانستان کې په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله تیره غونډه کې هم په پاکستان په افغانستان کې د افغان حکومت مخالفو وسلوالو ته په جګړه کې د مرستو د رسولو او افغان مخالفو وسلوالو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو او سلاکارانو شتون او هغوی ته د لارښونې او مشورو د ورکولو تورونه لګولی وو چې پاکستان په کلکه رد کړي دي.

پاکستان د افغان حکومت ددغو نوو تورونو په باب څه نه دی ویلي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دمخه د پاکستان د ملي امنیت د ادارو په خلاف د افغانستان د حکومت دا تورونه رد کړی او هغه یې ؛په ژوره توګه ویرونکي؛ تورونه ګنلي وو.

د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د شورا په اعتراضونو انتقاد کړی او ویلي دي چې دا ډول څرګندونې یواځې د سولې او ثبات دښمنانو ته ګټه رسوي او د دواړو ګاونډیو هیوادونو د دوستانه اړیکو لرلید کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG