د لاس رسي وړ اتصالات

سپنتا د افغان حکومت په دننه کې د کودتا خبر رد کړ


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټرسپنتا (ارشیف)
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټرسپنتا (ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په یو اړخیز ډول له واکه د جمهور رئیس حامد کرزي د ګوښه کیدلو په باب په لودیځو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه بې اساسه بللي او ویلي دي چې ښاغلی کرزی به په مسولانه توګه واک د افغانستان بل جمهور رئیس ته وسپاري.

ښاغلي سپنتا امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د ټاکنو د پایلو له اعلان نه وروسته به جمهور رئیس حامدکرزی په سوله ایزه توګه واک راتلونکي جمهور رئیس ته وسپاري.

ښاغلي سپنتا په ټینګار وویل چې جمهور رئیس کرزی به د ټاکنو د بهیر د بشپړیدلو دمخه له واکه ګوښه نه شي.

ښاغلی سپنتا وایي " دا یوه موضوع ده چې د نیویارک ټایمز خبریال کشف کړې ده خو مونږ ددې لپاره هیڅ دلیل نه وینو او د بلې خوا دا نه شي کیدای چې افغانستان هرلس کاله بعد د کودتا او بحران سره مخ شي او ددغه هیواد ارزښتونه او قوانین دوام و نه مومي. مونږ په دې باور یو چې موقتي حکومت او عبوري حالت ته اړتیا نشته او ښاغلی کرزی وظیفه لري چې خپل مسولیتونه خپل ځای ناستي ته وسپاري چې ډیر ژر به همداسې وشي".

د دوشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو خبر کې وویل چې د افغانستان د امنیتي سکټور پورې مربوط یو شمیر وزیران د یو ډول کودتا او موقتي حکومت د رامنځ ته کولو په لټه کې دي.

په کابل کې ددغې ورځپاڼې یو خبریال متیو روزنبرګ د افغان چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي خبر ورکړی چې د ټاکنو د دوهم پړاو، نه را ټوکیدلی سیاسي بحران د افعان امنیتي ادارو د دا ډول فکر د رامنځ ته کیدلو سبب شویدی.

افغان قانون پوهان دا ګني چې که چیرې جمهور رئیس کرزی له واکه ګوښه هم شي نو د هغه مرستیالان به په موقتي توګه د جمهوري ریاست چارې پرمخ بوزي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې میرمن شکریه بارکزئ وایي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې که چیرې جمهور رئیس حامد کرزی د ټاکنو دبهیر د بشپړیدلو دمخه له واکه لاس واخلي نو دهغه ددوو مرستیالانو یو به یې د ټاکنو د پایلو تر معلومیدلو ددولت مشرۍ په غاړه واخلي.

میرمن بارکزی امریکا غږ ته وویل " د افغانستان د اساسي قانون له مخې لومړی ټاکنیزې څوکۍ هیڅکله تشي نه شي پاته کیدلی ددې لپاره چې د چارو ځنډ رامنځ ته نه شي او دوام له منځه لاړ نه شي. دوهم په هغه صورت کې چې جمهور رئیس استعفی وکړي ، ووژل شي یا محاکمه شي ، اساسي قانون دا وړاندوینه کړې چې څوک یې ځای ناستی کیدای شي تر څو په هیڅ ډول د واک تشه احساس نه شي چې هغه د یو موقتي یا انتقالي حکومت له خوا رهبري شي".

که څه هم جمهور رئیس حامد کرزي د واک نه د ګوښه کیدلو په باب تراوسه څه خبره نه ده کړې خو دایې په وار وار ویلي چې باید نوی جمهور رئیس د روانې عیسوي میاشتې تر پایه لوړه وکړي.

ځینې سیاسي څیړونکي دا ګڼي چې د موقتي حکومتونو د تجربې تکرار کیدای شي افغانستان د نورو زیاتو ستونزو سره مخ کړي د هرات پحوانی والي داودشاه صبا په دې نظر دی چې د موقتي حکومت جوړیدل به افغنستان د کورنیو جګړو سره مخ کړي او دا نیمګړې دیموکراسي به هم له منځه یوسي.

ښاغلي صبا امریکا غږ ته وویل چې د ټاکنو وروسته راپیښې شوې ستونزې تر ډیره تخنیکي دي .

ښاغلی صبا وایي " زه فکر کوم رامخې ته شوي ګواښونه تخنیکي بڼه لري او د حل لارې هم لري ، هرڅوک چې دا فکر وکړي اود افغانستان قوانین تر پښو لاندې کړي په حقیقت کې د ملت ارادې ، د تیرو لسیزولاس ته راوړونو او د شهیدانو وینو ته به سپکاوی وکړي چې دا د افغانستان د خلکو د ګټو په خلاف هم دی او کومه پایله به ونلري او افغانستان به د یو بل ګواښ سره مخ کړي چې نننی نسل او راتلونکې نسل یې نه شي زغملی".

د افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز دې رپوټ ته په عاجله توګه عکس العمل ښودلی او ددغه هیواد لویې څارنوالۍ په کابل کې ددغې ورځپاڼې یو خبریال متیو روزنبرګ باندې د افغانستان نه بهر ته په تللو بندیز لګولی او د پلټنې لپاره یې دغې څارنوالۍ ته ورغوښتی دی.

په نیویارک کې د خبریالانو د ملاتړ یوې نړیوالې ادارې د افغان حکومت دا اقدام غندلی او ژر تر ژره یې په خبریال متیو روزنبرګ باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG