د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: یوازې پاکې رایې د ټاکنو پایلې ټاکي


د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو او ملاټرو یوې مشورتي غونډې ته په کابل کې وویل چې یوازې د خلکو پاکې رایې به د ټاکنو پایلې وټاکي.

ښاغلي عبدالله دغې مشورتي غونډې ته چې د کابل بهر د افغانستان د ټولو ولایتونو نه ورته د خپل ټیم پلویان او د ټاکنیزو دفترونو چارواکي بلل شوي وو، د ملګرو ملتونو له خوا د رائیو د پراخه پلتنې د بهیر د پیل وروسته د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له لوري د دوهم پړاو د لومړنیو پایلو اعلان په باب وویل چې ددغه بهیر په پیل سره اوس د دوهم پړاو ټاکنې ګټونکی او بیلیدونکی نلري.

ښاغلي عبدالله وویل "په دې کې شک نشته چې د پلتنې په بهیر کې شتونزې شته خو یو ډیر ستر تفتیش د نړیوالې څارنې لاندې روان دی او مونږ یې هره شیبه څارو".

هغه عبدالله وویل چې د رائیو د پلټنې په بهیر کې د ستونزو سره سره یو لړ ښوالی هم راغلی دی او په سیاسي چارو کې هم د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره پخپله دې د مقابل لوري د ټیم د مشر سره خبرې کوي.

ښاغلي عبدالله وویل " نن هم زمونږ استازي د مقابل لوري سره په تماس کې دي، څو ورځې کمیسیونونو کار وکړه تر یوه ځایه پایلو ته ورسیدلو یو لړ مسایل چې باید ددوو ټیمونو د مشرانو په منځ کې پرې خبرې وشي یو بحث پرون ترسره شو یو بل بحث په راتلونکو یو دوه ورځو کې لرو ".

ښاغلي عبدالله وویل چې دې سیاسي پروسه د افغانستان په خیر ګني خو هغه وویل چې که دپلټنې پروسه ده او که سیاسي پروسه ده د افغانستان د خلکو حق ته په پاملرنې به یې پرمخ بوځي.

د ښاغلي عبدالله خبرې د هغه ټیم ددوو مرستیالانو نه نرمې وي خو د هغه دواړو مرستیالانو وویل چې د ټاکنو په کمیسیونونو یې باور له لاسه ورکړي دي.

حاجي محمد محقق خو جمهور رئیس حامد کرزی هم په ټاکنو کې د خپل سیال ټیم په پلوۍ تورن کړه، او په دې برخه کې یې د غونډې برخوالو ته جمهور رئیس کرزي سره د خپلې یوې خصوصي غونډې یادونه هم وکړه.

په دې غونډه کې اکثرو وینا کوونکو د پاکو رائیو نه د ناپاکو رائیو په بیلولو ټینګار کوه او نږدې اوه اونۍ وړاندې د لویې جرګې په غونډه کې د عبدالله عبدالله دریځ یادونه کوله.

خو پخپله ښاغلي عبدالله وویل چې ده هغه وخت د موازي حکومت اعلان نه غوښته بلکه دا یې ګڼله چې ټاکنې یې ګټلې نو خپل حکومت اعلانول یې غوښتل.

ښاغلي عبدالله وویل چې اوس هغه وخت تیر شوی دی.

په دی غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست یو بخوانی کاندید محمد شفیق ګل اغا شیرزي د نورو ویاوالو په خلاف عبدالله عبدالله ته مشوره ورکړه چې د اشرف غني احمدزي سره دې کښیني او د د ټاکنو نه راوروسته ستونزې دې ورسره هواورې کړي.

شیرزي وویل چې د افغانستان حالات سم نه دي او که دا دواړه کاندیدان یو بل سره خبرې ونکړي نو هغه اټکل وکړه چې داسې وخت راروان دی چې نه به ښاغلی عبدالله او نه هم اشرف غني احمدزی ددې امکان پیدا کړي چې په افغانستان کې حکومت جوړ کړي.

دې غونډې ته د بلخ د والي په استازیتوب د هغه یو استازي خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG