د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو پر مالي سرچینو یو بل ګوزار وکړ


Fotografer AS Annie Leibovitz saat memperlihatkan karyanya yang akan ditampilkan di pameran 'Women: New Portraits' kepada wartawan di Wapping Hydraulic Power Station di London, Inggris.
Fotografer AS Annie Leibovitz saat memperlihatkan karyanya yang akan ditampilkan di pameran 'Women: New Portraits' kepada wartawan di Wapping Hydraulic Power Station di London, Inggris.

د امریکا د ماليې وزارت وايي له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې یې په پاکستان کې د پېسو د حوالې یو شرکت او دوه نور کسان چې طالبانو سره یې مالي مرستې کولې، پېژندلي او نومونه یې په خپل تور لست کې شامل کړي دي.

د امریکا د ماليې وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د بصیر زریمل د حواله جاتو شرکت او ددغه شرکت مشر حاجي عبدالبصیر په افغانستان کې طالبانو ته پېسې برابرولې.

په اعلامیه کې راغلي چې د بصیر زریمل د حواله جاتو د شرکت له لارې طالبانو ته لسګونه زره ډالره حواله شوي او ورکړل شوي دي.

اعلامیه وايي یاد شوي شرکت د آسیا او منځني ختیځ د ځینو هېوادونو له لورې طالبانو ته حواله شوي او حواله کیدونکي پېسې ترلاسه کولې او بیا یې پر هغوی ویشلې او همدغه راز د دغه شرکت په اړه ویل شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د جاسوسانو په انتقالولو کې یې هم لوی لاس درلود.

خو اعلاميي دا نه دي ویلي چې چا، کوم هېواد او یا کومې ډلې یاد شوي شرکت ته پېسې حواله کولې چې طالبانو ته یې ورکړي .

د بصیر زریمل شرکت طالبانو ته د وسلو په اخیستلو هم تورن شوی دی.

د امریکا د ماليې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د برخې مرستیال ډیویډ اس کوهن وايي « طالبان پر امریکايي ځواکونو او عادي افغانانو ترهګریز بریدونه کوي چې دا د امریکا ملي ګټو ته یو مخامخ ګواښ دی. د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ماليي وزارت یو مهم او اساسي هدف دا دی چې، طالبانو ته د پېسو برابرونکي او له هغوی سره مالي مرسته کوونکي پېدا او نومونه یې په تور لست کې ور داخل کړو چې مالي سرچینې یې وچې شي.»

د امریکا د ماليې وزارت د پنجشنبې په ورځ – اګست ۲۱- ناوخته په یوې خپرې شوې اعلاميي کې راغلي چې د قاري رحمت په نامه د یو بل طالب قوماندان نوم هم د ترهګرو په تور لست کې ورزیات شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي قاري رحمت د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شاوخوا دوو سوو وسله والو طالبانو مشر و او له خلکو به یې د عشر په نامه پېسې ټولولې او همدغه راز بډې یې اخیستلې.

امریکايي چارواکي وايي نوموړي دغه طالب مشر نورو وسله والو ته ډېرې وژونکي وسلې اخیتسي او په خپلو میلمستون کې یې لسګونه طالبان ساتلي دي.

د امریکا د ماليي وزارت په خپرې شوې اعلاميي کې دا نه دي ویل شوي چې قاري رحمت الله او د بصیر زریمل شرکت مشر ژوندي او چېرته دي؟ د دوی د نیولو په اړه به یې کوم ګام اخیستل کیږي که څنګه؟ دا لا هم روښانه نه ده چې د بصیر زریمل شرکت اوس تړل شوی که لا هم خپل کار کوي؟

د امریکا د ماليي وزارت له دغه نوي ګام څخه یوه ورځ وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزرات د حقاني شبکې د پنځو غړو د ځای ځایکي په اړه د معلوماتو په بدل کې د دېرشو میلیونو ډالرو نوې جایزې وټاکلې.

په دغو جایزو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني پر سر د پنځو میلیونو ډالرو اېښودل شوې جایزه لسو میلیونو ډالرو ته لوړه شوه، همدغه راز د دغې شبکې پر څلورو نورو غړو باندې شل میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې چې د هر یو پرسر پنځه میلیونه ډالره کیږي .

طالبانو تراوسه د امریکا د ماليې او بهرنیو چارو وزارتونو ددغو وروستیو اقداماتو په اړه لا څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG