د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په کاندیدانو د ټاکنو کمیسیون سره د همکارۍ غږ کړی


د یوناما ریس یان کوبش (ارشیف)
د یوناما ریس یان کوبش (ارشیف)

ملګرو ملتونو د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کادیدانو غوښتي چې د ټاکنو د پلټنو د بهیر د بشپړیدلو لپاره دې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون سره همکارۍ وکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما په یو بیان کې ویلي اوس چې د رائیو د صندوقونو د دریو برخو نه دوه برخې یې پلټل شوي دا اداره د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي نه غواړي چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون سره هکارۍ وکړي تر څو د پلټنې بهیر ژر بشپړ شي.

دا بیان وایي "ددې نه نور زیات ځنډ به یوازې د هیواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي چاپیریال لادمخه د ژوري ناڅرګندتیا اغیز نورهم اغیزمن کړي او هم به د افغانانو په ورځینې ژوند اغیزي زیاتې کړي".

په بیان کې د یوناما د مشر یان کوبش له خولې ویل شوي چې په دې لویه کچه او پیچلتیا سره پلټنه د نړۍ په هیڅ هیواد کې نه ده ازمویل شوې چې له امله یې یان کوبش ټولې ښکیلې خواوې ستایلي دي.

یان کوبش وایي "بنآ مونږ تمه لرو چې دواړه مشران او د هغوی ټاکنیز ټیمونه به د پلټنو د بهیر د پایلو په باب خپل تعهداتو ته پابند پاته شي او درناوې به یې وکړي".

هممداشان د ملکرو ملتونو ځانګړي استازي د رائیو د پلټنو د پای ته رسیدلو سربیره د دواړو کاندیدانو اود هغوی د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت په سر د ژر موافقې ِغوښتنه هم کړی او هیله یې ښودلې چې د ملي وحدت حکومت به افغانستان د اوسنې حالت نه د ثبات په لور بوځي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره ورځ جمهورریس حامد کرزي هغه سره په کتنه کې په څرګنده ویلي چې د نوي جمهورریس د لوړې د مراسمو په نیټه کې بدلون نه شي راتللې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهورریس حامد کرزي د شنبې په ورځ په ارګ کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي سره په کتنه کې هغه ته ویلي چې د نوي جمهوررئیس دلوړې د مراسمو د نیټې لپاره په ټاکل شوي ضرب الاجل د تمدید امکان نشته دی.

همداشان د ارګ نه په دې خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهورریس حامد کرزي د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر ته هم ویلي چې د نوي جمهورریس د لوړې د مراسمو په نیټه کې بدلون نه شي راتللې.

د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو ته د اګست دوهمه نیټه ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو په غوښتنه دغه نیټه د یوې میاشتې لپاره تمدید شوه او د وږي یوولسمه ( د سپتامبر دوهمه ورځ) ددغو مراسمو لپاره وټاکل شوه خو اوس تر دغې نیټې د رائیو د پلټنې د بهیر دکار پای ته رسیدل لا څرګند نه دی.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویلي چې دا کمیسیون تر یوې اونۍ پورې د پلټنې بهیر بشپړولې شي خو که چیرې کاندیدانو استازې په وړو وړو مسلو د پلټنې بهیر د ځنډ سبب نه شي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې نظردي چې د کاندیدانو ترمنځ په سیاسی مسلو خبرې د رائیو د پلټنې د بهیر سره مخامخ اړیکې موجودي دي او تر هغی چې په سیاسی برخه کې دواړه کاندیدان موافقې ته و نه رسیږي د رائیو د پلټنې بهیر پای ته رسیدلی نه شي.

جمهوري ریاست دواړه ټاکنیز ټیمونه هم وایي چې د رائیو د پلټنې بهیر اوسیاسي مسلو خبرې د یوې موافقې برخه ده چې له مخې یې د رائیو د پلټنې بهیر تراوسه پرمخ تللی دی.

د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونو امریکا غږ ته وویل چې د ملي حکومت د جوړولو په سر خبرو کې پرمختګ شوی او دا ټیمونه تمه لري چې د ټیمونو د مشرانو ترمنځ په نورو غونډو کې به دواړه خواوي یوې موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG