د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل په زندان ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي


ارشیف
ارشیف

د زابل ولایت ولایتي چارواکي وايي چې نن یکشنبه د غرمې وروسته د کلات په ښار کې ددغه ولایت په مرکزي زندان دریو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی چې له امله یې درې برید کوونکي وژل شوي او دوه پولیس او دوه بندیان ټپیان شوي دي .

د زابل د ولایت مرستیال محمد جان رسول یار امریکا غږ ته وویل چې دغو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل چې د قلات زندان ته د بندیانو د پیوازانو په جامه کې ور ننوځي او بیا خپل بندیان ددغه زندان نه راوباسي ، خو کله چې لومړي برید کوونکي د چاقو په واسطه د زندان په یو ساتونکي برید وکړ نښته پیل شوه چې له امله یې درې بریدګر ووژل شول.

ښاغلی رسول یار وايي چې نن د زابل په مرکزي زندان کې د پیوازۍ ورځ وه نو دغو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل چې د پیوازانو په جامه کې زندان ته ننوځي چې د پولیسو لخوا یې په وخت مخه ونیول شوه.

هغه وايي چې دا برید د مازدیګر په ۴:۱۵ دقیقو پیل شو چې نیم ساعت یې دوام ومومند.

ښاغلی رسول یار زیاتوي چې په دې برید کې دوه پولیس او دوه بندیان هم ټپیان شوي چې د درمنلې لپاره روغتون لیږدول شوي دي.

تر اوسه طالبانو ددې برید په باب څه نه دي ویلي.

د زابل ولایت په زندان کې ۲۷۰ تنه بندیان اوسیږي چې نږدې ۱۰۰ تنه یې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو سره د اړیکو په تور بندیان دي.

د ننګرهار ځانمرګی برید
د بلې خوا نن ماسپښین درې بجې یو ځانمرګي بریدګر د جلال آباد د ښار په جنوبي څنډه کې د نړیوالو ځواکونو د یو کاروان مخکې ته خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر الوزولی چې له امله د ننګرهار د والي د ویاند د وینا له مخې شپږ نړیوال عسکر ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې دا برید د بهسودو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوی چې په کې بل چا ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې ده چې په برید کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ ویجاړ شوی او پکې سپاره شپږ بهرني عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې وژل شوي عسکر امریکایان ښودلي دي ، خو ناټو ځواکونو د طالبانو د ویاند دا ادعا تراوسه نه ده تایید کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG